ملګرو ملتونو د اوکراین په خاوره کې د روسیې ټولپوښتنه'ناقانونه' او د 'نړیوالو قوانینو خلاف' وبلله

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) په یوې رای ګیري کې د رایو په اکثریت سره د روسیې له خوا د اوکراین د یو شمیر برخو یوځای کیدل په داسې حال کې وغندل چې مسکو په امنیت شورا کې ورته هڅه ویتو کړې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې دا پریکړه لیک د ۱۴۳ مثبتو او پنځو مخالفو رایو سره په داسې حال کې تصویب کړ چې د چین، هند، پاکستان او جنوبي افریقا په ګډون یو شمیر هیوادونو د امریکا د دیپلوماتیکو هڅه سره سره، په دې اړه د رایې له ورکولو ډډه وکړه.

بلاروس، شمالي کوریا، سوریې، نیکاراګوا او روسیې ددې پریکړه لیک خلاف رایه ورکړه.

په دې پریکړه لیک کې د اوکراین په پولو کې چې د نړۍ په سطحه پيژندي شوي سرحدات دي د مسکو له خوا ټولپوښتنه چې له مخې یې د هغه هیواد څلور سیمې د خپلې خاورې سره یوځای کړلې، غندل شوي دي.

ملګرو ملتونو له نړیوالو اداراتو غوښتي دي کوم تغیرات چې روسیې په خپلو پولو کې راوستي دي،‌په رسمیت ونه پيژني او له مسکو څخه یې غوښتي دي چې بې له قید او شرط څخه په دې اړه خپلې پریکړې بدلي کړي.

د اوکراین ولسمشر ولاد میر زیلنسکي پر یو ټویټ له هغو هیوادونو مننه کړې چې دې پریکړه لیک ته یې مثبته رایه ورکړې او هغه یې د "ملګرو ملتونو د مجموعې تاریخي پریکړه لیک" بللی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې د بحث پرمهال، د روسیې دایمي سفیر وویل چې دا رای ګیري "سیاسي شوې"، "تحریک امیزه" ده او خبرداری یې ورکړ چې کولی شي د سولې هڅو ته زیان ورسوي.واسیلي نبینزیا وویل چې غربي هیوادونه خپل "جیوپولیټیک هدفونه" تعقبوي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ددې رای ګیري هرکلی کړی کوم چې د نړۍ اکثریت هیوادونو د ملګرو ملتونو د منشور د دفاع لپاره رایه ورکړې ده او په خپله خاوره یې د اوکراین د یو شمیر سیمو د یوځای کیدو په اړه د مسکو غیر قانوني هڅې غندلي‌ دي. هغه زیاته کړه، نړۍ ښکاره کړه چې روسیې سره به حساب کتاب وشي.

شمالي کوریا او سوریې وویل چې غرب په دې اقدام سره‌ تحریک کوونکې لاره غوره کړېده.

له دې مخکې، د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې، د مارچ په دویمه نیټه د یو پریکړه لیک په غندلو سره، پر اوکراین د روسیې نظامي برید غندلی وو او د پای ته رسیدو غوښتنه یې کړې وه.

هغه پریکړه لیک د ۱۴۱ هیوادونو له ملاتړ څخه برخمن وو او یوازې روسیې، بلاروس، سوریې، شمالي‌ کوریا او اریتریا مخالفه رایه ورکړې وه.

ددې راپور په جوړولو کې د فرانس پرس له موادو کار اخیستل شوی دی.