د خوست په لیرې پرتو ولسوالیو کې د پولیو د واکسین تطبیق

Your browser doesn’t support HTML5

د روغتیایي چارواکو په وینا د خوست په یوې لرې پرتې ولسوالۍ، موسی خېلو کې د ګوزڼ په هکله د خلکو پوهاوی زیات شوی او ۹۰ سلنه وګړي یې خپلو کوچنیانو ته واکسین تطبیقوي. دې ولسوالۍ کې پخوا د جګړو او نا امنیو له امله زیات ماشومان له واکسین محروم پاتې کېدل او محدودو کورنیو واکسین ته لاسرسی درلود.