د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست قومي مشران او دیني عالمان د پولیو د له منځه وړلو د هڅو په کلکه ملاتړ کوي


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د خوست ولایت یو شمېر قومي مشران او دیني عالمان وایي چې چمتو دي له هغو صحي رضاکارانو سره کور په کور وګرځي کوم چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د واکسین رسولو مسؤولیت په غاړه لري.

د يادو قومي مشرانو په وينا، د تېرو کلونو په پرتله د خلکو ذهنيت مثبت لوري ته تللى او د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خلکو ملاتړ څو چنده زیات شوى دى.

دوی زیاتوي، ټول هغه واکسینونه چې په افغانستان کې ماشومانو ته په وړیا توګه تطبیق کیږي، نړیوالو تجربه کړي دي او د ویروسي ناروغیو د وقایې سبب ګرځي.

د خوست قومي مشر، حاجي سمین خان پدې باوري دی چې د پولیو واکسین د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو تر تائید او فتوا وروسته تجربه شوي نوځکه یې تطبیق کوچنیانو ته اړین دی.

هغه پدې هکله امریکاغږ ته وویل: ” د نړۍ ۵۸ اسلامي هېوادونو دا فتوا ورکړه او د پولیو واکسین یې له لابراتوار وایستل او ثابته یې کړه چې دا حرام نه بلکې حلال دي او د پولیو مریضي لپاره مفید دي. وروسته بیا هماغو علماوو او قومي مشرانو مټې راونغښتې چې په کلیو بانډو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکي.“

نوموړی زیاتوي چې د دریو اداري واحدونو په شمول د خوست ۱۲ ولسوالۍ د پولیو کومه مثبته پېښه نلري خو لاهم اړتیا ده چې قومي مخور او دیني عالمان د منبر له لارې خلکو ته د پوهاوي بهیر همداسې جاري وساتي.

ښاغلي سمین زیاته کړه: ”الحمدلله، په ټول خوست کې موږ د پولیو د پېښو شاهدان نه یوو. کله چې د پولیو ټیمونه کليو ته راشي، مشران حاضر دي چې له دوی سره کور په کور وګرځي حتی که ماشومان ویده یا ناروغ هم وي هغوی ته واکسین تطبیقوي ترڅو له دې بدمرغې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي. خو ځینې خلکو نه ما خپله اوریدلي چې دوی خپل ماشومان د واکسین ټیمونو ته نه راباسي او داسې وایي چې دا ښه ندي خو ددې لپاره علما د منبر له لارې باید پوهاوی وکړي.“

په ورته مهال دیني عالمان طبابت او اسلام له یوبل سره تړلي موضوعات بولي او ډاډ څرګندوي چې په افغانستان کې کارېدونکي واکسینونه په نړیواله کچه تجربه شوي او پایله یې د ګوزڼ په څېر معلولونکو ناروغیو د وقایې لپاره اغېزمنه بلل شوې.

د خوست ولایت یو تن دیني عالم، مفتي احسان الحق حنفي پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”طبابت او اسلام له یوبل سره تړلي لازم او ملزوم دي، پدې کې د حِل او د حرمت بعضې شیان راځی، خو موږ کاملاً ډاډ ورکوو چې دا کوم واکسینونه په افغانستان کې استفاده کیږي، نه یوازې ګټور دي، بلکې په نړیواله کچه ډیر امراض د همدغو واکسینونو په نتیجه کې وقایه شوي. دا له تجاربو ثابته موضوع ده.“

عام باور دا دی چې د افغانستان په روغتیايي برخه په تیره بیا د پولیو (ګوزڼ) ضد مبارزه کې د خلکو همکاري ترپخوا زیاته شوې او تر ډیره بریده د قومي مشرانو، دیني عالمانو او لوستو ځوانانو هلو ځلو پایله کې ګڼ شمېر کورنۍ د واکسین تطبیق ته اماده شوي او اوس په منظمه توګه خپل کوچني ماشومان د ګوزڼ په ضد واکسینوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG