بڼوالي د کوکنارو ښه بدیل – د ننګرهار کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر بڼوالي د کوکنارو ښه بدیل ګڼي او وايي، د دوی په ولسوالۍ کې له پخوا څخه کوکنار نه کرل کیږي او ډيری کروندګرو بڼوالۍ ته مخه کړې ځکه د دوی په ويناء د میوه لرونکو بڼونو زیار کم او ګټه یې هم مناسبه ده.

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر بڼوالي د کوکنارو ښه بدیل ګڼي او وايي، د دوی په ولسوالۍ کې له پخوا څخه کوکنار نه کرل کیږي او ډيری کروندګرو بڼوالۍ ته مخه کړې ځکه د دوی په ويناء د میوه لرونکو بڼونو زیار کم او ګټه یې هم مناسبه ده.

د دره نور په املې سیمه کې دل اغا له تېرو دوو کالو راهیسې په شاو خوا څلور جریبه ځمکه کې د لېمو بڼوالې کړې ده.

دل اغا وايي، د لومړي ګل حاصلات يې په یو جریب کې نېږدې ۳۰ پاکټه لېمو و، خو هیله مند دی چې لا به ښه شي.

هغه امریکاغږ ته وویل: ”دا خو ښه ځکه ده چې هم د باغ حاصل وي او هم د لاندې ځمکې د فصلونو حاصل هم ترې اخیستلی شو، د غنم فصل کې غنم کرو، جوار کرو چې د هر شي وخت وي هغه کرو، چې کوم د لېمو بوټي لګېدل شاو خوا ۳۰۰ هغه مونږ ته موسسې را کړي و، څه نور وسایل هم و“.

د هغه په خبره، چې بڼوالي په ټوله کې د کوکنارو د کر کیلې ښه بدیل دی، ځکه کروندګر کولی شي، له خپلو ځمکو څخه په یو وخت کې د څو فصلونو حاصلات هم ترلاسه کړي.

هغه وايي، هیله لري، چې کال تر کاله يې د لېمو د بڼ حاصلات ډېر او اقتصادي وضعیت يې ورسره ښه شي، خو لویه ستونزه د اوبو کموالی یادوي.

دی وايي، بندونه خراب او چینې وچې شوي دي، چې په دره نور ولسوالۍ کې يې کروندګر ټول په اندېښنه کې کړي دي.

دل اغا وايي: ”یو کال نه بل ته د بوټو حاصلات ډېرېږي، که یو کال جریب ۲۰ زره افغانۍ وکړي بل کال ته تر ۴۰ زرو کوي. زمونږ لوی مشکل د اوبو د بندونو دی، دره نور کې باید مونږ لپاره د اوبو د ذخیرې لپاره بندونه جوړ شوي، عمده مشکل همدا د اوبو بندونه دي، چې موسسات باید دا جوړ کړي“.

هغه په نورو کروندګرو هم غږ وکړ، چې په خپلو ځمکو بېلابېلې بڼوالۍ وکړي، تر څو يې اقتصادي ستونزې حل شي.