په پاکستان کې د افغان کډوالو اندېښنې

Your browser doesn’t support HTML5

وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د پنجاب او خېبرپښتونخوا مقاماتو ته سپارښتنه وکړه چې د اپریل تر ۱۵مې نېټې پورې د اې سي سي کارډ لرونکو افغان کډوالو په اړه معلومات راټول کړي، چې شمېر یې څومره دی او په کومو سيمو کې ژوند کوي، په خیبر پښتونخوا کې میشت افغان کډوال په انديښنه کې دي.

ویل کیږي چې د معلوماتو له را غونډولو وروسته به د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه غور کېږي. په ورته وخت کې په پيښور کې د افغان کډوالو شورا وايي، چې دلته مېشت افغان کډوال او سوداګر په ټېټه بیه د خپلو هټیو او جایدادونه پلورلو ته اړ شوي دي.
شاهين افريدی- امريکا غږ