پیښور کې د افغانستان لپاره د کتابونو په چاپ کې د پام وړ کمښت راغلی دی

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور 'جنګي محله' چې د کتابونو د چاپ لپاره ډیره مشهوره ده، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کې د کتابونو چاپول په ټپه دریدلی دی.

دلته د چاپ خونو د اتحادیې مسؤلین وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو، ادب، شعر او تاريخي کتابونو د بنديز له امله نه يوازې د کتابونو د چاپ مخه نيول شوې، بلکې د چاپ خونو کاروبار هم ورسره سخت اغېزمن شوی دی.
شاهين افريدی - امريکا غږ