په داسې حال کې چې په سیمه کې کړکېچ دوام لري د ایران حکومتي رسنیو د هرمز له تنګي څخه د تیریدو په حال کې د یوې تیل وړونکې کشتۍ د نیولو خبر ورکړی دی.
رسنیو د جمعې په ورځ د ډسمبر ۲۶مه د ایران د قضايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه کشتۍ شاوخوا ۴ میلیونه لیټره د سونګ قاچاقي توکي لېږدول او د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو لهخوا نیول شوې ده.
د راپورونو له مخې د دې عملیاتو پر مهال د کشتۍ ۱۶ بهرني عمله هم نیول شوي دي. د عملې د تابعیت او یا د بېړۍ د بیرغ په اړه کوم جزیات نه دي خپاره شوي.
امریکا غږ د دې خبر په اړه د لا نورو معلوماتو او د متحدو ایالتونو د حکومت د غبرګون د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او پنتاګون سره اړیکه نیولې ده.
ایران تر دې وړاندې هم په هرمز تنګي کې د ورته تورونو لاندې د سون توکو لېږدونکې څو بېړۍ نیولې دي.
په وروستیو مواردو کې د ایران رژیم هغه تیل وړونکې کشتۍ ونیوله چې د مارشال ټاپوګانو تر بیرغ لاندې د هرمز له تنګي څخه د تیریدو په حال کې وه.
په هماغه وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا غږ فارسي څانګې ته په لیکلي ځواب کې ویلي و: «د ایران [حکومت] د ملکي بېړیو د نیولو او برید اوږده سابقه لري، نو دا موضوع د حیرانتیا وړ نه ده.»
دغه ویاند د ایران له خوا ددې ډول کړنو پر وړاندې د امریکا د تګلارې په تړاو وویل:
«متحده ایالتونه د نړیوالو اوبو د لارو د امنیت د تضمین او د نړیوالې سوداګرۍ ساتنې ته ژمن دي، ځکه دا د امریکا د خوندیتوب، امنیت او هوساینې لپاره حیاتي ګڼل کیږي.»
د هرمز تنګی د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنې سوداګریز تیلو د تېرېدو لاره ده، او هر ډول کړکېچ پکې پراخ نړیوال اغېز لرلای شي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال له اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال، د ایران د هوايي حریم کنټرول عملاً د اسراییلو لاس ته ولوېد او ایران د امریکا او اسراییلو په هوايي بریدونو کې د خپلو مهمو پوځي او اټومي تاسیساتو د ویجاړېدو شاهد و.
د دې تیل وړونکې کشتۍ د نیولو خبر په داسې وخت کې راځي چې لا هم د اسراییلو او ایران ترمنځ د کړکېچ کچه لوړه ده، او ځینې اټکل کوي چې کېدای شي نوي نښتې رامنځته شي.