روبیو: امریکا د روسیې – اوکراین جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې د ګډون لپاره فرانسې ته تللی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو وایي هیواد یې د اوکراین او روسیې تر منځ سمدستي اوربند ته ژمن دی. مارکو روبیو دا څرګندونې د نړۍ اوو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې کړیدي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ ( مارچ ۲۷مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې متحده ایالتونه د روسیې او اوکراین تر منځ د څلور کلنۍ جګړې پای ته رسولو ته ژمن دي.

ښاغلي روبیو لیکلي چې د نړۍ اوو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې یې یو ځل بیا ټینګار کړی چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هر څومره ژر چې امکان لري، د روسیې او اوکراین تر منځ اوربند او موافقې کیدو ته ژمن دی.

د جي – ۷ هیوادونو غونډه د فرانسې پاریس ښار ته نږدې تر سره کیږي.

ښاغلي روبیو همدارنګه ویلي چې د نړۍ مشرانو سره به د هغوي د امنیتي اندیښنو، په منځني ختیځ کې د وضعیت او د روسیې – اوکراین تر منځ جګړې په هکله خبرې اترې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن جمعه د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل او زیاته یې کړه چې د جګړې پای ته رسیدو لپاره په مسکو فشار راوړل مهم دي.

په عین حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندرې سایبها ویلي چې په اوکراین کې د سولې په هلو ځلو کې د متحده ایالتونو نقش حیاتي دی.
ټاکل شوې چې مارکو روبیو به د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سر هم وګوري چې دا ځل د غونډې مشري په غاړه لري.

کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیه او متحده ایالتونو د نړۍ اوو ستر صنعتي هیوادونو یا جي- ۷ بلاک غړي دي. .