د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ترمپ د ایران د انرژۍ پر تولیدي تاسیساتو د بریدونو ضربالاجل د اپریل تر ۶ مې نېټې پورې ځنډولی دی.
ولسمشر ترمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل ټولنیز شبکې (ټروت سوشیل) کې لیکلي چې ایراني چارواکو د لا ډېر وخت غوښتنه کړې ده. ترمپ لیکلي: "که هغوی هغه څه چې باید ترسره یې کړي، ترسره نه کړي، زه به د هغوی د انرژۍ تولیدي تاسیسات له منځه یوسم."
د امریکا ولسمشر دا شرط ایښی چې که د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو برید ونه شي، نو د هرمز ستراتېژیک تنګی باید بې له کوم قید او شرطه پرانیستل شي.
ډونالډ ترمپ د تېرې شنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې که ایران د "۴۸ ساعتونو" په ترڅ کې، یعنې د مارچ تر ۲۱مه پورې، د هرمز تنګی په بشپړه توګه او پرته له ګواښ څخه خلاص نه کړي، نو امریکا به د دغه هېواد د انرژۍ پر تولیدي تاسیساتو بریدونه وکړي.
له هغې وروسته چې ولسمشر ترمپ د امریکا او ایراني مرکچیانو ترمنځ د رغنده خبرو خبر ورکړ، د بریدونو ضربالاجل یې د پنځو ورځو لپاره، یعنې تر ۲۷ مارچ پورې، وغځاوه.
د ترمپ له خبرداري وروسته، د ایران رژیم هم ګواښ وکړ چې که د دغه هېواد د انرژۍ په تولیدي تاسیساتو برید وشي، نو ایراني ځواکونه به هم د سیمې په هېوادونو کې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي.
په همدې حال کې، امریکایي او اسراییلي ځواکونو د جمعې په ورځ د ایران په بېلابېلو سیمو کې، د دغه هېواد د میزایلي پروګرام اړوند اهدافو په ګډون، بریدونه ترسره کړل.
امریکایي پوځ ویلي چې د "ایران د رژیم د هغه وړتیا له منځه وړلو" ته به دوام ورکړي چې له خپلو پولو هاخوا پوځي ځواک کاروي.
له بلې خوا، اسرائیلي پوځ ویلي چې د ایران د رژیم د میزایلو او سمندري ماینونو یو پوځي فابریکه یې د یزد په ښار کې په نښه کړې ده. د اسرائیل د دفاع وزارت ویلي چې د ایران د رژیم پر وړاندې بریدونه به لا زیات او پراخ شي.
په ورته وخت کې، امریکایي او ایراني مرکچیان د دې لپاره په خبرو بوخت دي چې د امریکا او اسرائیل ګډ بریدونه پر ایران پای ته ورسوي.
ولسمشر ترمپ ویلي چې دغه خبرې "ډېرې ښې روانې دي."
ډونالډ ترمپ زیاته کړې چې د بریدونو د ځنډولو موده تر لسو ورځو پورې غځول شوې، ځکه چې امریکا له ایراني مرکچیانو سره "مثبتې خبرې" کوي.
تر اوسه پورې ایراني مرکچیانو، چې امریکا یې هویت نه دی افشا کړی، د دغو خبرو د وضعیت او پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د پنجشنبې په ورځ فرانسې ته د جي-۷ (د نړۍ اووه سترو صنعتي هیوادونو) غونډې ته تر روانېدو مخکې وویل چې له ایران سره په غیرمستقیمو خبرو کې "ځینې رښتیني پرمختګونه" شوي دي.
فورم \ دبحث خونه