د کانګو دیموکراتیک جمهوریت چارواکو د سه شنبې په ورځ، (مۍ ۱۹مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد په ختیځ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ تنه مړه شوي چې ګمان کېږي د ایبولا ویروس له کبله دي، په دې سره دغلته د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۳۱ ته ورسېد.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په کانگو او یوګانډا کې د ایبولا د پېښو شمېر"او چټکې" خپرېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او په دغو هېوادونو کې یې "بېړنی روغتیايي حالت " اعلان کړی دی.
د کانګو د روغتیا چارواکو وویل چې په هیواد کې يې ۵۱۶ پېښې شوې او ۳۳ تائید شوې دي. دوې نورې پېښې په ګاونډ یوګانډا کې ثبتې شوي.
په همدې حال کې، د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز تایید کړې یو امریکایی چې په کانګو کې کار کوي، په ایبولا اخته شوی او له شپږو نورو امریکایانو سره، چې په دغه ویروس د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخامخ دي، د درملنې لپاره جرمني ته انتقال شوي دي.
دغه مرکز اعلان کړی چې متحدو ایالتونو ته هغو بهرنیو مسافرو راتګ، چې په تېرو ۲۱ ورځو کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، یوګانډا او سویلي سود ان ته تللي د ۳۰ ورځو لپاره ځنډوي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز سرپرست مشر جي بهاتاچاریا وویل چې اداره یې د ایبولا د خپرېدو د مخنیوي په اړه پراخه تجربه لري او له اغېزمنو حکومتونو سره له نږدې کار کوي.
امریکا سفارت په کانگو کې امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د ایتوري ولایت ته سفر ونه کړي، او ټینګار یې کړی چې دغلته "د امریکا اتباعو ته د بیړنیو خدماتو په برابرولو کې یې وړتیا خورا محدوده" ده.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز کې د ایبولا د پیښو سره د مبارزې مدیر ساتیش پیلای ویلي امریکايي وگړو ته ویلي"په امریکا کې د انتان خطر ډېر کم دی. په دې سیمه کې مسافرین باید له ناروغانو سره تماس ونه نیسي، سمدستي نښې راپور کړي، او زموږ د سفرلارښوونې تعقیب کړی. "
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې گاونډیو هیوادونو ته ددې ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر لوړ دی، که څه هم دا ناروغي لا تر اوسه د نړیوالې وبا په معیارونوپوره نه دی.
بوندي بوگیو ویروس له امله رامنځته شوې ناروغي، د ایبولا یوه نادره بڼه ده او هیڅ تایید شوی واکسین یا درملنه نه لری.
د نړیوال روغتیا سازمان په مشرۍ به د متخصصینو یوه ډله د سه شنبې په ورځ غونډه وکړي ترڅو دغې وبا سره د مبارزې په خاطر د واکسینونو په اړه خبرې وکړي.