د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي چې دوی د هغو لږ شمېر امریکایانو د خوندي وتلو لپاره هڅه کوي چې د ایبولا له امله مستقیم اغېزمن شوي دي.
دغه مرکز خبریالانو ته ویلي چې خپل بیړنی مرکز يې فعال کړی او پلان لري چې اضافي کارکوونکي په یوګانډا کې خپلو دفترونو ته واستوي. نوموړې اداره په کانګو کې شاوخوا ۳۰ کارکوونکي لري.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د ایبولا د پیښو سره د مبارزې مدیر ساتیش پیلای نه دي ویلي چې څوتنه امریکایان په دې ناروغۍ اخته شوي دي ، خو ټینګار یې وکړ چې د امریکا لپاره خطر لا هم ټیټ دی.
راپورونه ښیي چې لږ تر لږه شپږ امریکایان په کانګو کې په دې ویروس اخته شوي دي، چې درې یې د خطر سره مخ دي. د امریکا يي رسنیو د راپورونو له مخې، په یو امریکایی کې نښې نښانې ښکاره شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان چې متحده ایالات په جنوري کې په رسمي ډول له دغه سازمان څخه ووت، ، وروسته له دې چې په کانګو او یوګانډا کې له ۳۰۰ څخه زیات مشکوکې پېښې او ۸۸ مړینې ثبت شوې، د یکشنبې په ورځ د اعلاميې په خپرېدو د عامې روغتیا اضطراری حالت اعلان کړ .
بوندي بوگیو ویروس له امله رامنځته شوې ناروغي، د ایبولا یوه نادره بڼه ده او هیڅ تایید شوی واکسین یا درملنه نه لری. له هغه وخت راهیسې چې دا ډول ناروغي په ۲۰۰۷ کال کې په یو ګانډا کې لومړی ځل وپیژندل شوه دا درېیمه ثبت شوی پیښه ده.
که څه هم دا پېښې پلازمینې کینشاسا، ختیځ ښار ګوما، او د يوګانډا پلازمینې کامپالا ته خپرې شوې دی خو ډیرې
پیښې د کانگو ختیځ ایتوری ولایت کې ثبت شوي دي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوی مرکز سرپرست رییس جې بهاتاچاریا وویل چې اداره د ایبولا د خپرېدو په اړه پراخه تجربه لري او له اغېزمنو حکومتونو سره نږدې کار کوی.
امریکا سفارت په کانگو کې امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې د هر دلیل لپاره ایتوري ولایت ته سفر ونه کړي، او ټینګار یې وکړ چې د امریکا حکومت "د امریکا اتباعو ته د بیړنی خدماتو د برابرولو په وړتیا کې خورا محدود دی."
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او یوګانډا کې د ایبولا نوی خپرېدونکی ویروس د نړیوالې روغتیا لپاره د اندېښنې وړ اضطراري وضعیت رامنځته کړی دی.
دغه سازمان ویلي، که څه هم اوسنی وضعیت د وبا یا «پانډمیک» کچې معیار ته ندی رسیدلی، خو هغو هېوادونو ته چې له کانګو سره پولې لري، د ناروغۍ د خپرېدو لوړ خطر موجود دی.
ایبولا څه ډول ناروغي ده؟
ایبولا یوه خطرناکه او اکثره وخت مرګونې ویروسي ناروغي ده چې تبه، د بدن درد، کانګې، او نسناستې رامنځته کوي. دا ناروغي د اخته کسانو د بدن له مایعاتو، ککړو وسایلو، او د مړو له جسدونو سره د تماس له لارې خپرېږي.
له هغه وخت راهیسې چې دا ویروس په ۱۹۷۶ کال کې وپېژندل شو، کانګو کې دا د ایبولا ۱۷مه ثبت شوې پېښه ده.
دا بڼه څه ډول ده؟
روغتیا نړیوال سازمان وایي، د اوسني خپرېدونکي ویروس «بونډیبوګیو» ډول دی، چې تر دې وړاندې یې یوازې دوه نورې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا متخصصان وایي، د دې بڼې لپاره تر اوسه کوم ځانګړی تایید شوي درمل یا واکسین نشته، په داسې حال کې چې د «زایر ایبولا» ډول لپاره واکسینونه د پخوانیو پېښو په کنټرول کې اغېزناک ثابت شوي دي.
د اکسفورډ پوهنتون د وبا د ناروغیو متخصصې، امانډا روجک، ویلي چې د دغې بڼې ویروس پر وړاندې د اغېزمنو وسایلو کموالی د اندېښنې وړ دی.
دا ناروغي کومو هېوادونو ته رسېدلې او څومره کسان پرې اخته شوي؟
تر اوسه کانګو دیموکراتیک جمهوریت او یوګانډا د ایبولا مثبتې پېښې تایید کړې دي، خو روغتیايي چارواکي وایي چې کانګو تر ټولو ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.
د افریقا د ناروغیو د کنټرول مرکز ویلي چې له جنوبي سوډان سره په ګډه د سرحدي تګراتګ څارنه روانه ده، څو د ناروغۍ نړیوال خپرېدل محدود شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه اته لابراتواري مثبتې پېښې ثبت شوې، شاوخوا ۸۰ کسان مړه شوي، چې شک کې کېږي د همدغه ویروس له کبله دي. همدغه رازو ۲۴۶ نور کسان ناروغ شوي او شک دی چې په همدې ویروس اخته دي.
د کانګو ختیځ ښار ګوما کې، چې د M23 یاغیانو تر کنټرول لاندې دی، یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوې ده. یوګانډا هم د یکشنبې په ورځ د دوهمې مثبتې پېښې خبر ورکړ.
خو WHO خبرداری ورکړی چې د ناروغۍ د حقیقي کچې او جغرافیایي خپرېدو په اړه لا هم «د پام وړ نامعلوم وضعیت» موجود دی.
فورم \ دبحث خونه