اسرائیل وایي د پنجشنبې په ورځ یې په داسې حال کې د بیروت پر یوې جنوبي څنډې هوايي برید کړی چې د لبنان په جنوبي سیمو کې د حزبالله پر ضد د اسرائیل بریدونه دوام لري. د لبنان د روغتیا وزارت وايي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.
دا تازه بریدونه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ امنیتي خبرې وشي او له بلې خوا د اوربند هغه نازک وضعیت هم دوام لري چې د اپرېل له ۱۶مې راهیسې نافذ دی.
په دې برید کې د بیروت د ښار نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د شویفات سیمه په نښه شوې. د اسرائیل پوځ وویل چې دا برید یې “په هدفمند ډول” ترسره کړی او نور معلومات به وروسته شریک کړي.
د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسرائیلو د یوې بېپیلوټه الوتکې برید د یوې کورنۍ لږ تر لږه شپږ غړي، چې ماشومان هم پکې شامل دي، هغه مهال ووژل کله چې هغوی د لبنان له جنوب څخه د بمبارۍ څخه د تېښتې هڅه کوله.
تر دې وړاندې، اسرائیلي ځواکونو د لبنان پر ساحلي ښار صور، چې د دغه هېواد څلورم لوی ښار بلل کېږي، هم بریدونه کړي وو.
د اسرائیل پوځ وویل، د حزبالله ډلې د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې د اسرائیل په شمال کې یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی دی. حزبالله بیا ویلي، پر هغو اسرائیلي ځواکونو او ټانکونو یې څو بریدونه کړي چې د لیتاني سیند له اوښتو وروسته د زوتر الشرقیه ښارګوټي ته داخل شوي وو.
دا مطلب هم ولولئ
د اسرائیل صدراعظم د حزب الله پر ضد د بریدونو د زیاتولو امر وکړد اسرائیل پوځ د چهارشنبې په ورځ، د زهراني سیند سوېل ټولې سیمې – چې د اسرائیل له پولې شاوخوا ۴۰ کیلومتره شمال ته دي – د جګړې سیمې اعلان کړې او اوسېدونکو ته یې امر وکړ چې شمال ته کډه وکړي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، د مارچ له دوهمې راهیسې د جګړې له پیل څخه تر اوسه د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳،۲۶۹ کسان وژل شوي دي. دغه وزارت دا نه دي ویلي چې په وژل شویو کې څو تنه جنګیالي دي.
د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دفتر په وینا، لږ تر لږه ۲۳ اسرائیلي سرتېري او یو دفاعي قراردادي د لبنان په جنوب یا شاوخوا سیمو کې وژل شوي، او د اسرائیل په شمال کې دوه ملکي کسان هم وژل شوي دي.
ټاکل شوې د لبنان او اسرائیل پوځي پلاوي د جمعې په ورځ په پنټاګون کې خپلې لومړنۍ مستقیمې امنیتي خبرې وکړي. دا خبرې د امریکا په منځګړیتوب د یوه پراخ ډیپلوماتیک بهیر برخه ده، چې د اپرېل له ۱۴مې راهیسې یې په واشنګټن کې د سفیرانو په کچه درې پړاوونه ترسره شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ د مې په ۱۵مه وروسته له هغې چې په واشنګټن کې دوه ورځني مذاکرات وشول، دغه خبرې اعلان کړې وې.