یونیسف: افغانستان کې لږترلږه ۸.۸ میلیونه ماشومان د طبیعي ناورینونو له ګواښ سره مخ دي

افغانستان په جنوبي اسیا کې د ماشومانو د زیان‌مننې له پلوه تر ټولو لوړ ځای لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو څخه د زیاتو ماشومانو روغتیا، زده‌کړې او ژوند د طبیعي ناورینونو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

د راپور له مخې، افغانستان په جنوبي اسیا کې د ماشومانو د زیان‌مننې له پلوه تر ټولو لوړ ځای لري، چې دا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د ماشومانو لپاره د بنسټیزو خدمتونو د کمزورتیا ښکارندويي کوي.

یونیسف وایي، افغانستان کې شاوخوا ۲۱ میلیونه ماشومان ژوند کوي او له دې ډلې ۴۱ سلنه ماشومان د سیلابونو، وچکالۍ، د تودوخې د سختو څپو، او دوړو او د توپانونو په څېر خطرونو تر اغېز لاندې ژوند کوي.

د افغانستان لپاره د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین اویوال ویلي:“د افغانستان ماشومان لا له وړاندې د اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي. هغه څه چې وضعیت لا خطرناک کوي دا دي چې اقلیمي ګواښونه د ماشومانو له لوړې زیان‌مننې سره یوځای شوي دي.”

“د افغانستان ماشومان لا له وړاندې د اقلیمي بحران په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي. هغه څه چې وضعیت لا خطرناک کوي دا دي چې اقلیمي ګواښونه د ماشومانو له لوړې زیان‌مننې سره یوځای شوي دي.”

د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۷۵ سلنه زیات ماشومان د وچکالۍ له خطر سره مخ دي، له نیمايي ډېر ماشومان د اوږدمهالو او تکراري ګرمو څپو اغېزې تجربه کوي او شاوخوا ۱.۷ میلیونه ماشومان د سیلابونو له خطر سره مخامخ دي.

یونیسف ټینګار کوي چې د طبیعي پېښو له امله د خوړو تولید کمېږي، پاکو اوبو ته لاسرسی محدودېږي او د ماشومانو د خوارځواکۍ خطر لا زیاتېږي.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې نږدې نیمایي ماشومان د سختې غذایي بې‌وزلۍ سره مخ دي، او میلیونونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې اړتیا لري. همدارنګه د واکسیناسیون، روغتیايي خدمتونو، حفظ الصحې او پاکو اوبو په برخه کې موجودې نیمګړتیاوې د ماشومانو وضعیت لا پسې خرابوي.

یونیسف وایي چې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، د ماشومانو د ساتنې پروګرامونو او د ټولنیز ملاتړ سیستمونو پیاوړتیا کولی شي د طبیعي ناورینونو پر مهال د ماشومانو ژوند او راتلونکی خوندي کړي.

ډاکټر اویوال ویلي: “د افغانستان لپاره پیغام روښانه دی؛ که غواړو ماشومان د اقلیمي بحران له اغېزو خوندي شي، نو باید په هغو خدمتونو کې دوامداره پانګونه وشي چې هغوی روغ، خوندي، تغذیه شوي او په زده‌کړو بوخت وساتي.”

“د افغانستان لپاره پیغام روښانه دی؛ که غواړو ماشومان د اقلیمي بحران له اغېزو خوندي شي، نو باید په هغو خدمتونو کې دوامداره پانګونه وشي چې هغوی روغ، خوندي، تغذیه شوي او په زده‌کړو بوخت وساتي.”

یونیسف د نړیوالو مرستندویانو او تمویلوونکو بنسټونو څخه غوښتي چې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مقاومت لرونکو خدمتونو لپاره بېړنۍ مالي مرستې زیاتې کړي، څو ماشومان د اقلیمي ناورینونو څخه مخکې، د ناورین پر مهال او وروسته خوندي وساتل شي.