د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ۲۲) د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي شنکر سره ولیدل او د دواړ هېوادونو ترمنځ یې په یو لړ مهمو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې دا ملاقات د فیلیپین په مرکز مانیلا کې وشو او دواړو خواوو "په منځني ختیځ او د هند- آرام سندر سیمې کې په تازه پرمختګونو بحث وکړ".
اعلامیه وايي چې د بهرنیو چارو دواړو وزیرانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړي وزیر نرېندرا مودي د تېرکال د ژمنو د پوره کولو لپاره د دفاعي تړونونو د عمده ټکو په نهايي کولو بحث وکړ.
ښاغلیو روبیو او جي شنکر د تجارت د موقت تړون د نهايي کولو په ارزښت توافق وکړ، دا تړون تقریبآ بشپړ شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مارکو روبیو د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو په سرمشریزې (اسین) کې د ګډون لپاره د فیلیپین پلازمینې مانیلا ته تللی دی.
د اسین د سرمشریزې د ۱۱ غړو هېوادونو مشران او ددغې سرمشریزې شریکان به په همدې اونۍ کې غونډه کوي. د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې روبیو به په خپل دغه سفر د اسین د رهبرانو سره وګوري.
سویل ختیځه اسیا، چې د تیلو یوه لویه واردونکې ده او ګډ ناخالص کورنی تولید یې ۳.۸ ټریلیونه ډالرو ته رسېږي، د اکمالاتو له کمښت سره مخامخ ده او د اغېزو د کمولو لپاره یې هڅه کړې چې د تیلو د وېش لپاره د اسین د غړو هېوادونو ترمنځ ژر تر ژر یوه حل لاره وړاندې کړي.
تېرکال د هند صدراعظم نریندرا مودي واشنګټن ته راغلی او ولسمشر ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې د ملاقات په مهال هغه خپل «عالي ملګری» وباله.
ټرمپ په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې واشنګټن به له نوي ډهلي سره د تجارتي تعرفو اندازه برابروي. هغه مخکې د مسخرې په ډول هند «د تعرفې پاچا» بللی و او د نوي ډهلي له لوري لګول شوې تعرفې یې «ډېرې ناعادلانه او سختې» یادې کړې وې.
راپورونه وايي چې متحده ایالتونه او هند د هند په ګټه ۵۰ میلیارد ډالر تجارتي کسر لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۲۳ کال کې د توکو او خدماتو راکړه ورکړه شاوخوا ۱۹۰.۱ میلیارد ډالر و. د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې هند ته د متحدو ایالتونو صادرات ۷۰ میلیارد ډالر او واردات یې ۱۲۰ میلیارد ډالر وو.