د طالبانو نوی قانون: ملګري ملتونه وایي طالبان پدې قانون سره مخالف غږونه ځپي

Afghanistan Women Arrests

د بشري حقونو د څار سازمان، هیومن رایټس واچ، د طالبانو د پولیسو قانون د مخالفو غږونو د ځپلو لپاره د طالبانو د «بې‌رحمانه هڅو» یوه بله برخه بللې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت د پولیسو نوی ۸۴ مخیز قانون خپور کړی چې د پولیسو د فعالیتونو او صلاحیتونو لپاره مقررات ټاکي. د دغه قانون یوه مهمه ماده په ټول افغانستان کې هر ډول لاریونونه منع کوي. په قانون کې په څرګنده ویل شوي چې «هر ډول لاریونونه منع دي.»

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې مشرې ایلین پیرسن د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي، "دا د طالبانو د هغو بې‌رحمانه هڅو یو بل ګام دی چې غواړي ټول مخالف غږونه وځپي. طالب چارواکي له هر ډول مخالفت څخه وېره لري، او له همدې امله خپل ځپونکي اقدامات لا پسې زیاتوي. "

هیومن رایټس واچ وايي، نوی قانون په داسې حال کې نافذېږي چې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سوله‌ییزو غونډو او اعتراضونو پر آزادۍ پراخ محدودیتونه موجود وو. دغه سازمان د جون په میاشت کې په هرات کې د ښځو د حقونو د یوه لاریون پر مهال د طالبانو د امنیتي ځواکونو پر چلند هم نیوکه کړې وه.