د نیپال مرګوني سېلابونه؛ له ۹۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه لادرکه دي

د نیپالي چارواکو د دوشنبې ( اګیست ۳۱مه) د تازه معلوماتو له مخې، تر اوسه د ۹۰۳ کسانو جسدونه موندل شوي او ۴۲۴۷ کسان لا هم لادرکه دي

په نیپال کې ویجاړوونکو سېلابونو کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۹۰۰ اوښتی، زرګونه کسان لا هم لادرکه دي او د نیپال حکومت د چین او هند د متخصصینو په ګډون زرګونه امنیتي ځواکونه د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې ګومارلي دي.

د نیپالي چارواکو د دوشنبې د تازه معلوماتو له مخې، تر اوسه د ۹۰۳ کسانو جسدونه موندل شوي او ۴۲۴۷ کسان لا هم لادرکه دي. په لا درکو کسانو کې ۹۳۳ هغه کارکوونکي هم شامل دي چې د اوبو برېښنا د شاوخوا شپږو پروژو په سیمو کې ورک دي. شاوخوا لس زره نیپالي سرتېري د تونلونو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري او د چین او هند متخصصین هم ورسره مرسته کوي. لی ینګ پینګ، د چین د تونلونو متخصص چې د ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې لپاره نیپال ته تللی، ویلي: «زموږ لومړیتوب لټون او ژغورنه ده. زموږ ټولې هڅې د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره دي.»

د امریکا ۳.۶ میلیون ډالري مرسته

متحده ایالاتو هم له سېلاب‌ځپلو سره د څه باندې ۳.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د ژوند ژغورنې بشري مرستې اعلان کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «متحده ایالات د نیپال د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او له درې اعشاریه شپږ میلیون ډالرو څخه زیاته د ژوند ژغورنې بشري مرسته برابروي، چې په دې کې تر لس زرو سېلاب‌ځپلو کورنیو ته تر دریو میاشتو پورې بېړنۍ خوراکي مرسته هم شامله ده.»

وزارت ویلي چې په نیپال او چین کې د امریکا سفارتونه د امریکايي اتباعو د خوندیتوب او د ناورین د مرستندویه هڅو په برخه کې له اړوندو ادارو سره کار کوي.

کورنۍ لا هم د خپلو لادرکو عزیزانو په لټه کې دي

په داسې حال کې چې ژغورونکي د لادرکو کسانو لټون ته دوام ورکوي، د قربانیانو کورنۍ د خپلو عزیزانو د جنازې او وروستي وداع مراسم ترسره کوي. ۲۱ کلن ایوش خادکا، چې په راسوا کې دولتي کارکوونکی و، له سېلاب وروسته لادرکه شوی و. کورنۍ یې د هغه د ژوندي موندلو هیله لرله، خو وروسته یې جسد په چتوان کې وموندل شو.

د هغه تره رابین دهیتال وویل: «نن موږ یوازې خپل غم وینو، خو په دې ناورین کې بې‌شمېره نور کسان هم شته چې عزیزان یې سېلابونو وړي دي. کله چې دا حالت وینم، خپلې اوښکې نه شم کنټرولولی.»

کرشنا پرساد بهټا، چې د سېلاب د یوې بلې قرباني خپلوان دی، وايي د دوی د کورنۍ اته کسان لادرکه شوي وو چې تر اوسه یوازې یو کس موندل شوی دی.

رضاکاران هم د مرستې لپاره ورغلي

د حکومتي او نړیوالو ژغورونکو ترڅنګ، سلګونه نیپالي رضاکاران هم سېلاب‌ځپلو سیمو ته تللي دي. په نواکوت کې رضاکاران د درنو ماشینونو او لاریو په مرسته د خټو او ویجاړیو د پاکولو او ژغورونکو ته د لارو د پرانیستلو هڅه کوي.

نواراج ټاپا، یو رضاکار، وویل: «موږ هڅه کوو په سېلاب‌ځپلو سیمو کې د خلکو او ژغورونکو لپاره لارې پرانیزو او تر خپله وسه ویجاړۍ پاکې کړو. دا اقدام مو په خپله کړی؛ کله چې خلک له خطر سره مخ وي، څنګه یوازې ننداره کولای شو؟»

د اګست پر ۲۶مه د چین او نیپال پولې ته څېرمه د یخ، ډبرو او خټو ستر بهیر د غرنیو سیمو له لارې لاندې راوخوځېد او په نیپال کې یې پراخه ویجاړي رامنځته کړه. کورونو، سړکونو، پلونو او د اوبو برېښنا پروژو ته سخت زیان رسېدلی دی. د نیپال حکومت ویلي چې د ژغورنې او بېړنیو مرستو له اوسني پړاو وروسته به د زیانونو د ارزونې، بیارغونې او رغونې لپاره نړیوالې مرستې ته اړتیا ولري.