د لاس رسي وړ اتصالات

نیپال د خرابې هوا له امله سیلاب ځپلې سیمه کې د ژغورنې عملیات درولي

نیپال وایي چې د خرابې هوا له امله یې د شنبې په ورځ (اګست ۲۹) د هغه هیواد په سیلاب ځپله سیمه کې د ژغورنې عملیات درولي دي.

نیپالي چارواکو زیاته کړې ده چې د چین له تبت سره په پوله کې د ویجاړونکي سیلاب د زیانونو په وړاندې بهرنۍ تخنیکي مرستې ته اړتیا لري.

د نیپال د مالیې وزیر رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د هیمالیا دغه بیوزلی ۳۰ میلیونه هیواد د چهار شنبې د ویجاړونکي سیلاب وروسته د بیارغونې لپاره څلور تر پنځه ملیارده ډالرو ته اړتیا لري.

دا زورو سیلاب چې د یوه طبیعي یخچال د نړیدو څخه پیل او بیا یې ډبرې، کنګل، خټې هم له ځانه درلودې د چهار شنبې په ورځ په چټکۍ سره له یوې غرنۍ سیمې څخه تیر شو او لږ تر لږه یې ۶۲۶ کسان په نیپال او اوه سوه کسان د چین په تبت کې ووژل.

دغه سیلاب همدارنګه په خپله لار کې ګن شمیر کورونه، هوټلونه، پلونه، د بریښنا تاسیسات، سړکونه او نور امکانات له منځه یوړل.

راپوورنه وایي تر اوسه کابو ۳۰۰۰ کسان لادرکه دي چې شاوخوا ۲۴۲۶ په نیپال او حد اقل ۵۵۴ نور چې اکثریت یې په هند کې د یوه معبد زایران دي د تبت ګیرونګ ناحیه کې تري تم شوي دي.

د امریکا چارواکي راپور ورکوي چې د چین او نیپال په دې سرحدي سیمه کې د ناڅاپي او ویجاړونکو سیلابونو له راتلو وروسته، شاوخوا ۹۰ امریکایي وګړي لا هم نادرکه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکایي اتباعو د وژل کیدو څخه خبر ندي خو درې امریکایان ژغورل شوي دي.

متحده ایالاتو له دې سیلاب وروسته وویل چې نیپال ته به د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت مرسته چمتو کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې په کټمنډو کې د امریکا سفارت له سیمه ییزو چارواکو سره له نږدې کار کوي څو په اغیزمنو شویو سیمو کې د امریکايي وګړو ځای معلوم او ورسره مرسته وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په سهار فاکس نیوز ته وویل چې یو شمېر امریکایان ژغورل شوي او متحده ایالت د ژغورنې له هڅو سره مرستې ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې کتمندو پست راپور ورکړي چې متحده ایالتونو، هند، چین، بریټانیا، جاپان، جنوبي کوریا، سریلانکا او بنګله دیش د نیپال له حکومت څخه غوښتي دي چې د هغوی د ژغورنې ټیمونو ته اجازه ورکړي چې په پیل شویو عملیاتو کې برخه واخلي.

راپورونه همدارنګه وایي چې د نړۍ بیلابیلو هیوادونو، بنسټونو او سازمانونو نیپال ته د نغدو پیسو او نورو مرستو د لیږد بهیر پیل کړی دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG