غني: پراخ تاوتریخوالی کم شوی، خو مرګ‌ژوبله لا هم لوړه ده

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وایي که څه هم د پراخ تاوتریخوالي کچه په افغانستان کې کمه شوې ده خو لا هم د طالبانو د تاوتریخوالي له امله د مر‌ګ‌ژوبلې کچه خورا لوړه ده.

ښاغلي غني د TED په نوم له یو امریکايي بنسټ سره په مرکه کې ویلي چې طالبان د افغانستان د ټولنې یوه برخه ده او دا ډله هم باید ومني چې د افغانانو له غوښتنې پرته هیڅ نشي کولی او یوې سیاسي حل لارې ته اړتیا ده.

جمهور رئیس غني ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت ته په پاملرنې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرېدلی شي او دا به افغانستان د افغانانو په مالکیت د سولې مذاکراتو په لور بوځي.

هغه ویلي سره له دې چې په افغانستان کې شدیدې جګړې کمې شوي خو لا هم د مرګ‌ژوبلې کچه خورا لوړه ده: " هره ورځ د افغان نظامیانو د مړینې کچه په منځني ډول ۳۰ تر ۳۵ او د ټپیانو شمېر ۷۰ ته رسېږي".

ښاغلې غني زیاته کړې ده چې د طالب بندیانو او حکومتي اسیرانو د خوشې کولو بهیر دوام لري او د سولې د مخامخ خبرو د ژر پیلېدو هیله یې ښودلې ده.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل

په آنلاین بڼه د دغې مرکې په یوې برخه کې جمهور رئیس غني وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شوی دی.

هغه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان لپاره نه بلکې د امریکا لپاره د اندېښنې وړ مسله بللې او ویلي دي چې امریکا باید په دې اړه اندېښمنه واوسي چې له افغانستان څخه یې د سرتیرو ایستل د هغوی د هېواد لپاره څه پایلې درلودلی شي.

د دوحې د تړون په اساس امریکا په افغانستان د خپلو ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ ته رسولی او ټاکل شوې چې د دغه تړون د لاسلیک له نیټې څخه نیولې تر ۱۴ میاشتو پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د افغانستان جمهور رئیس دې ته په اشارې چې اوس افغان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه په دویم ځای کې دي او د دغه هېواد هوايي ځواکونه هم درې برابره شوي دي وویل چې دا ځواکونه اوس د امنیت ساتنې بشپړه وړتیا لري.

خو ښاغلي غني خبرداری ورکړ چې له ټاکلې مودې وړاندې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون مخکې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به د سولې پروسه اغیزمنه کړي.