د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي:د سولې په اړه د طالبانو ژمنه کمزورې ده


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه د سولې ټینګېدو په اړه د دغه ډلې د ژمنې کمزورتیا ښيي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه جون ۲۳(چنګاښ۳) په کابل کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د طالبانو د لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر په اړه د افغانانو د بې باوره کېدو لامل ګرځېدلی.

نوموړي زیاته کړه چې وسله وال طالبان دي د خپلو ورانکارو فعالیتونو په تر سره کېدو سره خپل دریځ د افغانستان خلکو ته روښانه کړي.

هغه وویل:"طالبانو د خپلو بریدونو په زیاتېدو سره تر اوسه هم د افغانستان دخلکو د سولې غوښتنې چې په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې ټینګېدو په اړه ده او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسول دي په اړه یې یو کمزورې ژمنه لري."

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې تیره اونۍ د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۹۱ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي.

یادې شورا وویل چې طالبانو په دغه اونۍ کې په ۳۲ ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر ضد ۴۲۲ بریدونه کړي دي.

د جمهوري ریاست ویاند وویل چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې له خپل اړخه اړین اقدمات کړي دي.

صدیقي د افغان حکومت لخوا د ۳۶۰۰ طالب بندیانو ازادول د سولې خبرو ته دحکومت د ژمنتیا په توګه یاد کړل. هغه وویل طالبان هم باید سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.

XS
SM
MD
LG