د لاس رسي وړ اتصالات

جوزجان کې ماین چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي ـ چارواکي


عکس(ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په جوزجان ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دکورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن چهارشنبه جون ۲۴ (چنګاښ ۴) ویلي چې دغه چاودنه پرون مازدیګر د یاد ولایت د مردیان ولسوالۍ په «قلعه فروک» سیمه کې د ملکي وګړو پر ریکشا رامنځته شوې ده.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د یادې پېښې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو اچولی، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا در وانې چنګاښ میاشتې پر لومړۍ نېټه وویل چې تیره اونۍ د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا (یوناما) په یوه رپوټ کې ویلي و چې یوازې په اپرېل میاشتې کې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښتو کې ۳۸۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په رپوټ کې راغلي چې ۲۰۸ ملکیانو ته د طالبانو او ۱۷۲ نور د افغان ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې د یادو ښکېلو خواوو د شخړو له امله د سږ کال د اپرېل میاشتې ملکي تلفاتو کچه نسبت تېر کال ملکي تلفاتو نه لوړه ده.

XS
SM
MD
LG