په هلمند کې د تریاکو موسم

کوکنار

په کندهار کې د اپینو یو شمیر نیښ وهونکي وايي، چې دوی د هلمند لرې پرتو سیمو کې د کوکنارو د نيښ وهلو لپاره ځي، چې په خپلو سیمو کې یې بې کاري ده.

د امنیتي ستونزو سره سره د تریاکو د حاصل ټولولو په نیت د سپین بولدک ولسوالۍ دغه تلوونکې کسان وايي چې بې روزګارۍ دغه کار ته اړ کړي دي.

دوی وایي لدې لارې یو اندازه عاید ترلاسه کوي چې خپلې کورنۍ پرې بسیا کړي.

پدې سیمه کې راتلوونکي څلور اوونۍ د کوکنارو د غوځو د وهلو موسم دی.

د امریکا غږ خبریال عزیز الله پوپل یې په اړه راپور لري چې دلته یې لیدلای او اوریدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

په هلمند کې د اپینو د ټولولو موسم - رپوټ