د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د مخدراتو د مخنیوي لپاره امریکا ۲۲.۵ میلیون ډالر لګوي


د امریکا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې او د قانون د تنفیذ نړیواله اداره (INL) په ننګرهار ولایت کې د مخدراتو د کر او تولید د مخنیوي لپاره ۲۲.۵ میلیون ډالر لګوي، ترڅو د دغه ولایت کروندګر د کوکنارو پر ځای د حلالو توکو کرلو ته مخه کړي.

د دغو مرستو تړون د یکشنبې په ورځ د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي او د ننګرهار والي محمدګلاب منګل ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو او تر ۲۰۲۰ کاله پورې به د مخدراتو د مخنیوي لپاره په مختلفو برخو کې ولګول شي.

ټاکل شوې چې دغه پیسې د کرنې په برخه کې 'له کلیوالو بزګرانو څخه د ملاتړ پروګرام' په چوکاټ کې د ننګر ولایت په مختلفو ولسوالیو کې، د حلال کښت د ترویج، عامه پوهاوي، د قانون تنفیذ او د مخدارتو د تقاضا د کچې په راکمولو ولګول شي.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظمیي د تړون د لاسلیک پر مهال خبریالانو ته وویل "دا برنامه په نمونه‌یي ډول په شرقي ولایت ننګرهار کې پیل شوې او د بریا په صورت کې به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي".

آغلې عظیمي زیاته کړه، دغه پروګرام به په لومړي پړاو کې د ننګرهار ولایت په اچین، چپرهار، رودات، شیرزاد، کوټ او خوږیاڼیو ولسوالیو کې عملي شي او د ۲۸۵۰۰ کروندګرو کورنیو نږدې دوه سوه زره تنه به ترې برخمن شي.

د هغې پر وینا په دغه پروګرام کې د ننګرهار ولایت ته ځکه لومړیتوب ورکړل شوی، چې په هلمند ولایت کې د مخدراتو د مخنیوي په برخه کې د ښاغلي منګل له تجربو څخه په ننګرهار ولایت کې ګټه واخیستل شي.

د ننګرهار والي محمدګلاب منګل وویل، د دغه ولایت موسم په کال کې دولس میاشتې کرنیزو تولیداتو ته برابر وي او که په ننګرهار کې کرنې ته زیاته پاملرنه وشي، د مخدراتو پر ځای به نور کرنیز توکي هلته ترویج ومومي، چې پر وینا یې نه یوازې د ننګرهار بلکې د ټول افغانستان اړتیاوې پوره کولی شي.

هغه وویل "د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به موږ جدي واوسو او کوښښ به دا وي، چې ننکرهار له نشه‌يي توکو څخه د یو فارغ او خلاص ولایت په توګه ونوموو، دا افتخار به ننګرهار ته راوړو او په پای کې دا د افغانستان د نورو ولایتونو لپاره یو ماډل وګرځي او د ننګرهار تجربې د نورو ولایتونو له مسولینو سره شریکې کړو".

ښاغلي منګل زیاته کړه، چې د دغه پروګرام له لارې بزګرانو ته په مستقیم ډول پیسې نه ورکول کیږي، بلکې له هغوی سره د عصري کرنې او باغدارۍ د روزنې، تجهیز او تمویل په برخه کې مرسته کیږي.

د ننګرهار د چارواکو د شمیرو پر بنسټ تیرکال په دغه ولایت کې په ۱۴ زره هکتاره ځمکو باندې کوکنار کرل شوي وو او حکومت د ۴ زره جریبه ځمکو کرل شوي کوکنار په له منځه وړلو بریالی شوی وو.

XS
SM
MD
LG