دوبۍ د سري دیوي دوسیه وتړله

سري دیوي په دوبۍ کې په یو هوټل کې بې څسه او مړه شوه

په دوبۍ کې پلټوونکو د سه شنبې په ورځ(فبروري۲۷) د هند د سینما د مشهورې ستورې سري دیوي د مړینې دوسیه وتړله او هغه یې یوه حادثه وگڼله.

چارواکي وایي، ٥۴ کلنه سري دیوي تیره اونۍ د دوبۍ د یو هوټل په حمام کې بې هوښه شوې، په اوبو کې ډوبه شوې او مړه شوې ده.

د دوبۍ امنیتي مقاماتو دا هم ویلي دي چې ددغې هندي هنرمندې مړی یې معاینه کړی او په بدن کې یې د الکولو اثار موجود وو.

د معایناتو د نتیجې له اعلان وروسته چارواکو د هغې کورنۍ ته اجازه ورکړه چې مړی هند انتقال کړي.

د بالیووډ ددغې مشهورې هنرمندې د مرگ کیسه د هند د خبري رسنیو سرلیک و. د هغې مینه وال د هند د مشهور هنرمند انیل کپور د کور مخ ته راټول شوي دي. د انیل کپور ورور د سري دیوي د خور میړه دی.

هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې انیل امباني خپله شخصي الوتکه دوبۍ ته استولې چې د سري دیوي مړی هند ته انتقال کړي.

سري دیوي په ١٩٨٠ او ١٩٩٠ لسیزه کې د هند د بالیوود سینما خورا مشهور هنرمنده وه. هغې د ماشومتوب له وخت راهیسې د هند د جنوب په سیمه ییزو فلمونو کې کار کول پیل کړي وو.