د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني د لوړې له مراسمو شاوخوا اته میاشتې وروسته د خپلې کابینې غړي د چهارشنبې په ورځ د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل.
له ښاغلي غني سره د جمهوري ریاست دواړه مرستیالان او یو شمیر نور لوړپوړي چارواکي هم نن د اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) ولسي جرګې ته د کابینې د معرفي کولو لپاره تللي وو.
ښاغلي غني د ولسي جرګې غړو ته په وینا کې وویل چې د جمهوري نظام د پیاوړتیا لپاره د حکومت او مقننه قوې ترمنځ همغږۍ او تفاهم ته اړتیا ده.
هغه وویل دا همغږي هغه مهال رامنځ ته کېږي چې د افغانستان د اساسي قانون اصولو او ضوابطو ته ژمنتیا موجوده وي.
د افغانستان جمهور رئیس زیاته کړه: "نوې کابینه له خپلواکو ادارو سره تاسې ته معرفي کوم، ستاسې له خوا د دوی په تائید سره به یو متحد ټیم ولرو چې د ملي لیدلورو په تطبیقولو کې به ما سره همکاري کوي او ملي شورا هم وشي کولای چې ورباندې حساب وکړي".
د نوې کابینې غړي
نوې کابینه په داسې حال کې ولسي جرګې ته معرفي شوې چې یو شمیر وکیلان د حکومت له خوا په ځينو وزارتونو کې د تشکیلاتو پر کمولو او د صلاحیتونو پر محدودولو انتقادونه کوي.
دوی وايي جمهور رئیس غني باید لومړی د وزارتونو د تشکیلاتو برخلیک معلوم کړي او له هغې وروسته خپله کابینه ولسي جرګې ته وروپېژني.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې نوماند وزیران، لوی څارنوال، د ملي امنیت، مرکزي بانک او سرې میاشتې رئیسان باید له ولسي جرګې څخه د باور رایه واخلي.
د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني وویل چې دغه جرګه به د اساسي قانون او د خپل کورني اصولو له مخې په خپلو مکلفیتونو عمل وکړي.
هغه زیاته کړه: "هره اداره چې د اړتیاو په اساس نوې جوړېږي، باید د اساسي قانون د ۹۰مې مادې له مخې د ملي شورا له خوا تصویب شي".
ښاغلي رحماني وویل چې د دولت اساسي تشکیلات باید ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستول شي ترڅو وکیلان یې د بودجې، انکشافي پروژو د عملي کولو او تشکیلاتو په اړه تصمیم ونیسي.
ټاکل شوې چې په راتلونکې اونۍ کې د ولسي جرګې پنځه ځانګړي کمیسیونونه د نوماند وزیرانو او سرپرست رئيسانو په اړه خپل راپورونه ترتیب او له هغې وروسته به د کابینې غړي خپلې طرحې او پروګرامونه وکیلانو ته وړاندې کړي.
تیره ورځ د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) د ولسي جرګې له غړو څخه وغوښتل چې د کابینې غړو ته د رایې ورکولو پر مهال باید د هغوی تخصص ته پام وکړي.