د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ ۱۰ نور نوماند وزیران معرفي کړل


د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس د لسو وزارتونو لپاره نوماندان معرفي شول.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه اګست۳۱( ۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د لسو نوماند وزیرانو په معرفي کېدو سره د حکومت کابینه تکمیل شوه.

انوار الحق احدي د کرنې او مالدارۍ، فضل احمد معنیوي د عدلیې، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو، نور الرحمن اخلاقي د کډوالو او ستنېدونکو، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي، نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ او صنعت، عباس بصیر د لوړو زده کړو، سید سادات منصور نادري د سولې او قدرت الله ذکي د ترانسپورت د نوماند وزیرانو په توګه معرفي شوي دي.

داسې ویل کیږي چې دغه لس نوماند وزیران د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا ولسمشر غني ته معرفي شوي دي.

د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې د عبدالله عبدالله کسانو ته په حکومت کې پر ونډې ورکولو هوکړه شوې وه.

تر دې مهاله یاد وزیران د حکومت لخوا ولسي جرګې ته نه دي معرفي شوي او د ولسي جرګې غړي د اوړي په رخصتۍ تللي دي.

د افغانستان د چارو ادارې رئیس فضل محمود تر دې مخکې ویلي و چې نوماند وزیران به ډېر ژر د باور رایو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

XS
SM
MD
LG