پر هوايي ډګر تر برید وروسته کندهار ته ملکي الوتنې ځنډېدلي

عکس (ارشیف)

د کندهار پر هوايي ډګر د توغندیو برید وروسته نن یاد هوايي ډګر ته ټولې ملکي الوتنې لغوه اعلان شوي.

د کندهار د هوايي ډګر مسئولین وايي چې نن څه باندي لس بجې د کندهار پر هوايي ډګر د وسله والو طالبانو له لوري د توغندیو برید شوی خو هوايي ډګر ته يې زیان ندی رسولی.

د کندهار د احمدشاه بابا د نړیوال هوايي ډګر رئیس مسعود احمد پښتون نن یکشنبه اګست اتمه (زمري ۱۷) امریکا غږ ته وويل: "کله چې هوايي ډګر باندي توغندۍ ولګېږي دا طبعي خبره ده چې شرکت دومره خطر پر ځان نه قبولي او نه هم د دومره مسافرو ژوند څوک په خطر کې اچوي سبا ته به پروازونه په عادي ډول بیرته پيل شي."

پرون مازدیګر هم د کندهار په هوايي ډګر د توغندیو برید شوی و چې له کبله يې له کابل څخه دې ولایت ته په لار مسافر وړونکې طیاره بیرته کابل ته ګرځېدلې وه.

د کندهار هوايي ډګر د ښار په جنوب ختیځ ۳۰ کيلو میترۍ کې د دامان او ډنډ ولسوالیو په اړوند سیمه کې موقعیت لري.

دغه راز د کندهار هوايي ډګر يوه پراخه ساحه احاطه کړې چې د ملکي ترمنل تر څنګ، هوايي لوا، د ۲۰۵ اتل قول اوردو او ځيني نور نظامي مرکزونه هم پکې موقعیت لري.

سره له دې چې د ډنډ ولسوالۍ تر سقوط وروسته افغان ځواکونو تېره ورځ د نوموړي ولسوالۍ مرکزي برخې تر خپلي ولکې لاندې را وستي خو لا يې هم په ګڼو برخو کې د وسله والو طالبانو او افغان قواوو ترمنځ جګړه دوام لري.

د دې تر څنګ د دامان ولسوالۍ په ګڼو برخو کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري.

تر اوسه وسله والو طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر د توغندیز برید په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.