د لاس رسي وړ اتصالات

د هوايي ډګرونو د امنیتي مسولیت منلو لپاره د افغانستان هڅې


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې له بهرنیو عسکرو څخه افغان ځواکونو ته د دغه هېواد د هوايي ډګرونو د امنیتي مسولیت د لېږدولو لپاره کار دوام لري.

د دغې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د پنجشنبې په ورځ د جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) خبریالانو ته وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره هم‌مهاله د هوايي ډګرونو د امنیتي مسولیت د لېږدولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه کمېسیون څو کاري کمېټې جوړې کړي او په ملي او نړیواله کچه د هوايي ډګرونو د امنیت د ساتلو، په هوايي ډګرونو کې د سیستمونو پیاوړتیا او له بهرنیانو څخه د تجهیزاتو او وسایلو د ترلاسه کولو مسولیت په غاړه لري.

ښاغلي اندړ وویل چې د هوايي ډګرونو د امنیتي مسولیت په اخیستلو کې یو لړ پرمختګونه شوي دي او لا هم په دې برخه کار دوام لري.

له دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي و چې د دغه سازمان غړي په افغانستان کې د یو فعال او په نړیوالو معیارونو سمبال هوايي ډګر لپاره بودجه برابروي.

د ناټو عمومي منشي دا هم ویلي و چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د غیرنظامي حضور لپاره د یو معیاري هوايي ډګر شتون مهم دی.

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د کندهار د هوايي ډګر په ګډون خپلې یو شمېر پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د عسکرو د وتلو بهیر د مې میاشتې په لومړۍ (غويي ۱۱) پیل او ټاکل شوې چې د سپټمر له ۱۱ وړاندې پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG