د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي ولایتونو ځوانان: جګړه ودروئ خلک ځپل شوي دي


د لوی کندهار د ځوانان
د لوی کندهار د ځوانان

کابل کې د افغانستان د جنوبي زون ولایتونو نه راغلو یو شمېر ځوانانو په خپلو سیمو کې د ناامنیو ختمېدو لپاره لایون وکړ.

دغه ځوانان چې د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او نیمروز ولایتونو نه کابل ته راغلي دي له حکومت او وسله والو طالبانو نه غواړي چې جګړه ودروي او په نړېوالې ټولنې غږ کوي چې د سولې په راوستلو کې دې په دواړو اړخونو فشار راولي.

د لاریو یو تنظیموونکي حکمت الله صلحي په دې نن یکشنبه اګسټ اوله (زمري لسمه) امریکا غږ ته وویل چې جګړې یې د ژوند چارې سختې کړي او عام خلک سخت ځپل شوي دي.

یوناما: د ۲۰۲۱ د جنوري له پیل نه د جون تر پایه پورې ۱۶۵۹ افغان ملکیان وژل شوي دی.
یوناما: د ۲۰۲۱ د جنوري له پیل نه د جون تر پایه پورې ۱۶۵۹ افغان ملکیان وژل شوي دی.

ښاغلي صلحي زیاته کړه "په تېرو ورځو کې د لشکرګاه او کندهار ښارونو نه د جګړې له امله لسګونه زره کورنۍ بیځایه شوي، د خوراکي توکو بیې لوړې شوي، د بیکارۍ کچه په بیسارې ډول زیاته شوې، په روغتونونو کې د ټپیانو درملنې لپاره ځای نه دی پاتې او همداسې د ژوند ټولې چارې کړکیچنې شوي‌ دي."

صلحي وايي "له نړیوالې ټولنې غواړو چې د سولې په راوستلو کې اړینه همکاري وکړي. له طالبانو او حکومت نه غواړو چې سمدستي اوربند وکړي. په کندهار کې مو غږ پورته کړ خو چا وانه ورېده، بیا اړ شوو چې کابل ته راشو او غږ اوچت کړو."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرې میاشتې کې د وسله والو طابانو او افغان ځواکونو نښتې د کندهار او لښکرګاه ښارونو ته نیږدې شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ وړمه ورځ افغان ځواکونو په کندهار او لښکرګاه ښارونو کې د طالبانو په ضد د ځمکې او هوا له لارې تصفیوي علمیات پیل کړي دي.

کندهار کې د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې نن د توغندیو لګېدو له امله دغه ولایت ته ملکي الوتنې هم ځنډېدلي دي.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا (یوناما) ويلي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو مرګ‌ژوبله ۴۷سلنه زیاته شوې ده.

یوناما زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ د جنوري له پیل څخه د جون تر پایه پورې ۱۶۵۹ ملکیان په افغانستان کې د جګړو، هوايي بریدونو او چاودنو له امله وژل شوي او ۳۵۲۴ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG