که څه هم د نیپال د وژونکي او ویجاړوونکي سېلاب څخه لس ورځې وروسته د ورکو شویو کسانو د موندلو هیله کمه شوې خو ځايي رسنیو راپور ورکړی چې یوه ۶۴ کلنه ښځه د خپل کور له کنډوالو څخه ژوندۍ موندل شوې ده.
چندیکا شېرپا د شنبې په ورځ ( سپټمبر پنځمه) د نیپال د وسله وال پولیسو د یوې ډلې لخوا د نوواکټ په ولسوالۍ کې د خپل نیمه نړیدلي کور په څلورم پوړ کې وموندل شوه. هغه د درملنې لپاره په هلیکوپټر کې د کتمندو ته یوه روغتون ته ولېږدول شوه.
هغه دوکانونه چې د نیپال په تریشولي کې له ویجاړونکي سېلاب څخه روغ پاتې شوي وو، د شنبې په ورځ (سپټمبر پنځمه) په داسې حال کې بیا پرانیستل شول چې سړکونه په خټو او ویجاړیو پوښل شوي دي.
په ورته وخت کې، د نیپال په پلازمینه کتمندو کې، د یوه روغتون پر دیوال د سیلاب له امله د ورکو شویو کسانو نومونه او عکسونه لګول شوي، دا د هغو زرګونو کسانو یاد تازه کوي چې لا هم تري تم دي.
بل خوا، په هند کې د جمعې په ورځ (سپټمبر څلورمه) د ګنګا سیند د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله د بیهار ختیځ ایالت ځینې برخې تر اوبو لاندې شوي دي چې له امله یې ملکیتونو او کرنیزو ځمکو ته پراخ زیان اوښتی دی.
د ځايي رسنيو د راپور له مخې د کووسي او ګنډک په ګډون، د هيماليا سیندونه چې اوبه یې په نيپال کې د ناڅاپي سېلابونو له امله له زیاتې شوې، د بیهار په لويه دره کې د ګنګا سیند ته ورګډېږي، چې د ايالت په پلازمېنه پټنا او د شاوخوا سيمو کې په کليو او کرنيزو ځمکو کې د سختو سېلابونو د راتلو لامل شوي دي.
د سېلاب اوبو د کرنیزو ځمکو ځینې برخې لاندې کړي او ځايي خلک د سېلاب په اوبو کې د تګ راتګ لپاره له موقتي کښتیو او ټیوبونو کار اخلي.
په ورته وخت کې، د لوېدیځ بنګال ایالت په ختیځ کې د مدینیپور سیمې ځینو برخو ته هم اوبه ورننوتلې دي چې د ځايي خلکو لپاره یې ستونزې رامنځته کړې دي.
څو ورځې وړاندې، په نیپال کې د یوه یخچال تر نړېدو وروسته، یو زورور سیلاب چې یخ، خټې، تیږي او په خپله لار کې یې نور توکي هم له ځان سره لیږدول، د هیمالیا د غرونو د سیندونو سره یوځای شو چې له امله یې ۱۳۰۰ کسان ووژل شوی او ۵۶۰۰ ر لا هم تري تم دي.
د ورک شویو په منځ کې ۵۸۳ بهرني وګړي هم شامل دي، چې ډیری یې زایران او غرمځلي دي.