په داسې حال کې چې په نیپال کې په سیلابونو کې د ورکو شویو کسانو لټون او د اېسارو کسانو د ژغورلو عملیات روان دي، مقامات وايي چې د مړو شمېر تر ۱۰۰۰ کسانو پورته شوی دی.
چارواکو نن سه شنبه (سپتمبر لومړۍ) د ۱۰۰۳ کسانو مړینه او د ۴۰۰۰ کسانو ورک کېدل تائید کړي. په ورکو شویو کسانو کې یې ۵۹۰ تنه بهرني اتباع دي.
له طبیعي پېښو سره د نیپال د مبارزې ادارې ویلي چې په سیلابونو کې د یخ یو طبیعي یخچال نړېدلی چې ورسره ډبرې او خټې هم له سیلاب سره یو ځای شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د نیپال د صدراعظم بالندرا شاه په حواله لیکلي دي چې په سیلاب ځپلو سیمو کې څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان ژغورل شوي او په ځینو سیمو کې مخابرات او برېښنا هم بېرته وصل شوي دي.
نوموړي ویلي دي: «زرګونو خلکو خپل کورونه، عزیزان او ملکیتونه له لاسه ورکړی دي.»
د هغه په وینا اغیزمنو شویو سیمو ته ۹۰۰۰ ژغورنکي استول شوي، د ژغورنې په عملیاتو کې د نیپال، هند او چین ځانګړې ډلې هم برخه لري.
په نیپال کې څو ورځې مخکې دا ویجاړونکې سیلابونه ووتل.
له نیپال سره د مرستو په لړ کې، متحدو ایالتونو له دغه هېواد سره څه باندې ۳.۶ میلیون ډالر حیاتي بشري مرستې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «متحده ایالتونه د نیپال د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او له درې اعشاریه شپږ میلیون ډالرو څخه زیات د ژوند ژغورنې بشري مرسته برابروي، چې په دې کې تر لس زرو سېلابځپلو کورنیو ته تر دریو میاشتو پورې بېړنۍ خوراکي مرسته هم شامله ده.»
فورم \ دبحث خونه