لارنس سیلن: پاکستان افغانستان کې د طالبانو په ذریعه نیابتي جګړه کوي

۲۰۱۶ می ۲۷: د طالبانو جلا شوی مشرملاعبدالمنان نیازی په شینډنډ کې د وینا دپاره روان و.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا، په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د جګړې لګښت پنځه څلویښت میلیارده ډالره و.

په افغانستان کې اوسمهال ۱۴ زره امریکايي عسکر میشت دي.

لارنس وايي امریکا، افغانستان او د ناټو غړي هیوادونه په ناسمه جګړه بوخت دي، ځکه دا د بغاوت جګړه نده چې مبارزه ورسره وشي، بلکې دا د پاکستان نیابتي جګړه ده چې د افغان طالبانو په وسیله يي په خپلې نفعې مخکې وړي.

د شاغلي لارنس په وینا پاکستان د ۲۰۰۱ کال وروسته طالبان بیرته مسلح او منسجم کړل چې په افغانستان کې يي وجنګوي. دا ډول ادعاوې تل مطرح شوي او د پاکستان حکومتونو او پوځ تل رد کړي. پاکستان داسی ادعا کوي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې يي زرګونه عسکر وژل شوي، مالي زیان يي لیدلی او هیواد يي ناامن شوی.

ښاغلي لارنس وایي د جمهور رئیس ټرمپ لخوا د افغانستان نه د عسکرو د احتمالي ایتسلو خبره ددی لپاره مطرح شوې چې په سیمه کې د افغانستان دثبات دپاره فعالیتونه پیل شي او د جګړې پرته په نورو لارو چارو هم غور وشي.

د لانرس سیلن مرکه دلته لیدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ښاغلی لارنس سیلن