د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان باید له افغان حکومت سره سوله وکړي - مولانا فضل الرحمن


مولانا فضل الرحمن وايي دوی په افغانستان کې د سولې ملګري دي
مولانا فضل الرحمن وايي دوی په افغانستان کې د سولې ملګري دي

د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر وايي افغان حکومت سره د سولې خبرې هغومره مهمې دي څومره چې له امریکا سره دي.

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام د) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره هم د سولې خبرې وکړي.

مولانا فضل الرحمن له امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو یو اړخ امریکا ده او بل یې افغان حکومت دی.

هغه وویل "دوی د افغانستان طالبان دي او جنګ خو د دوی هم د خپل حکومت سره دی او د هغوی سره داخلي صلح هم هغومره اهمیت لري لکه څنګه چې امریکا سره د دوی په نظر کې اهمیت لري. زما خپله رایه دا ده چې داخلي امنیت لپاره داخلي مذاکرات هم ضرور دي".

ظاهرآ دا څرګندونې د ښاغلي فضل الرحمن په دریځ کې یو ښکاره بدلون ښيي. نوموړي په تېر وخت کې په افغانستان کې د طالبانو روان جنګ (جهاد) باله او کلکه ننګه یې ګوله.

خو اوس یې په خپلو خبرو کې د طالبانو روان جنګ جهاد یاد نکړ. له هغه په همدې اړه پوښتنه وشوه، خو هغه محتاطانه ځواب ووایه "حالت حساس دي او داسې حالاتو کې د دغې پوښتنې ضرورت نشته. موږ د طالبانو دفاع ته جایزه دفاع ویلې ده او دا خبرې کول چې جهاد دی، جهاد نه دی، دا مستقبل ته پرېږدئ.غواړو مثبو رویو سره صورت حال پر مخ ولاړ شي او موږ د صلحې ملګري یو".

مولانا فضل الرحمن داسې مهال له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړې چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ مخامخ خبرې او مذاکرات پیل شوي دي خو طالبانوتر دې دمه له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه دي کړي.

د ښاغلي فضل الرحمن پوره مرکه دلته لیدلی شی

XS
SM
MD
LG