پاکستان او افغانستان یو بل د ملکیانو په وېشتلو تورنوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوځي شخړې زیاتې شوې او دواړه لوري یو بل د ملکي خلکو په زیانمنولو تورنوي.

د دواړو هېوادونو پوځیانو د توپچي او هاوان بریدونو د کولو ادعاوې کړې دي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ [مارچ ۱۶] په اېکس کې لیکلي چې د پاکستان پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ختیځو سرحدي ولایتونو کې د ملکي خلکو کورونه په هاوانونو او توپچي مرمیو ویشتي دي.

فطرت ویلي چې په دغو بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او نهه تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې، د خوست د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې هم تېره شپه د خلکو پر کورونو د هاوان او توپونو بریدونه شوي چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې چې افغان طالبانو د مارچ پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د سالارزو په سیمه کې توپچي برید کړی دی.

تارړ په اېکس کې لیکلي چې په دغه برید کې څلور ملکيان وژل شوي او یو پنځه کلن ماشوم سخت ټپي شوی دی.

هغه دا برید د نړیوالو قوانینو او بشري ارزښتونو خلاف بللی او ویلي یې دي چې د پاکستان پوځ د دې برید په ځواب کې اقدامات کوي.

د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د افغانستان هوايي ځواک د جنوبي وزیرستان په واڼه ښار کې پر یو پوځي مرکز برید کړی دی.

د دې وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي چې دغه برید د کندهار پر وړاندې د تېرې شپې د بریدونو په غچ کې ترسره شوی دی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې نښتې د تېرې فبرورۍ پر ۲۶مه وروسته له هغې پیل شوې، چې پاکستاني پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې په یو شمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل.

پاکستان وايي دا بریدونه یې د هغو وسله والو د ځپلو لپاره کړي چې له افغانستان څخه بریدونه پلانوي.
د طالبانو حکومت بیا په پاکستان کې د ناامنۍ د هغه هېواد داخلي ستونزه بولي او زیاتوي چې د طالبانو حکومت هېڅوک ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په خلاف وکاروي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي، یوناما په ګډون د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ځينو ادارو ويلي چې د پاکستان په بمباريوو کې افغان ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پاکستان دا نه مني او ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې د وسله والو مرکزونه په نښه کړې دي.

په ورته وخت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ مشرانو د دوشنبې په ورځ [مارچ ۱۶] په يوې ګډې اعلاميې کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې پر افغانستان بریدونه ودروي.

په اعلاميې کې راغلې چې دواړه خواوې دې زر تر زره مذاکرات وکړي او خپلمنځي اختلافات دې د خبرو له لارې حل کړي.

اعلامیه زیاتوي چې د دې جګړې دواړو خوا کې ډېری قربانیان پښتانه دي او د دوام په صورت کې به د سیمې ملکي خلک نور هم له خطر او زیان سره مخ شي.