په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې په بېسارې توګه د راستنېدونکو افغانانو د شمېر د زیاتوالي له کبله، په دغه هېواد کې په شرې او نورو ناروغیو د اخته کسانو شمېر هم زیات شوی دی.
ډبلیو اېچ او د فبرورۍ په میاشتني راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د شرې ناروغۍ ۳۵ فیصده زیاته شوې ده. په راپور کې راغلي چې یوازې تېره میاشت ۲۶۰۳ ماشومان د شرې په ناروغۍ اخته شوي او لدې کبله «۱۶ تنه مړه شوي» دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د شرې ناروغۍ ۱۹۲۸ پېښې ثبت شوې وې او له کبله یې پنځه تنه مړه شوي وو.
ډبیلو اېچ او په خپل راپور کې په افغانستان کې د ځینو نورو ناروغیو د خپرېدو او زیاتېدو یادونه هم کړې ده. دغه اداره وايي چې د «فبرورۍ په میاشت کې ۵۹۶۸ کسان د نس ناستې په ناروغۍ هم اخته شوي او له کبله یې درې تنه مړه» شوي دي. د جنورۍ په میاشت کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲۹۹ تنه ښودل شوي او د دوه تنو د مړه کېدو خبر ورکړل شوی و.
ملګري ملتونه وايي یوازې تېرکال څه باندې ۲.۲ میلیون افغانان له نورو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي او یوازې تېره میاشت« ۱۵۸۰۰۰ کسان له سرحدي لارو افغانستان ته» داخل شوي. چارواکي وايي چې ځینې ساري ناروغۍ د انسانانو په تګ راتګ سره له یو ځای څخه بل ته انتقالېږي.
د روغتیايي وسایلو مرسته
ډبلیو اېچ او وايي د ناروغیو سره یې د مبارزې لپاره تېره میاشت د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې « د ۲۳۶۰۰۰ کسانو د اړتیاوو د پوره کولو او د۲۷۰۰ ناروغانو سره د حیاتي بېړنیو مرستو لپاره» ابتدايي روغتیايي وسایل وېشلي دي.
دغه سازمان همدغه راز وايي چې د نارغانو د درملنې لپاره یې ۲۰۴ روغتیايي کارکوونکي ګمارلي او د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې یې له ۱۰۴ روغتیایي مرکزونو سره مرستې کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی د دغو ناروغیو په زیاتېدو سره د افغانستان په کمزوري روغتیايي سیسټم باندې فشار نور هم زیاتېږي. دغې ادارې سپارښتنه کړې چې باید د واکسین پروګرامونه، مراقبت او روغتیايي خدمتونه لا زیات او خلکو ته اسان شي.
فورم \ دبحث خونه