د افغان ټرمپ پلار وایي خلک یې ځوروي

هغه افغان پلار چې خپل زوي ته یې د ډونالډ ټرمپ نوم ایښی دی دا گیله کوي چې خلک یې په مختلقو طریقو ازاروي او توهین ورته کوي.

اسدالله پویا چې د افغان ماشوم ډونالډ ټرمپ پلار دی وایي چې نه یواځې دا چې د ټولنیزو رسنیو د لارې بلکه د ټیلفوني پیغاونو په وسیله ورته بد رد ویل کیږي.

هغه وایي چې حتی د کورنۍ غړي ورته هم په لارو کوڅو او کور کې پیغورونه کوي.

اسد پویا د امریکا غږ اشنا دري ته په یوې مرکې کې ویلي دي چې ما د دې لپاره هغه ته د ټرمپ نوم ندی ایښې چې د خارج ویزه پرې واخلم بلکه د ټرمپ د کامیاب ژوند ته په کتو مې خپل زوي ته د هغه نوم ورکړیدی.

هغه وویل چې زما ماشوم ته هم نور ماشومان ستغې سپورې وایي او هغه پرې ځوروي.