د لاس رسي وړ اتصالات

اسدالله پویا ولې پر خپل زوی د ډونالډ ټرمپ نوم کیښود؟


سید اسدالله پویا د خپل یونیم کلن زوي کوچني ډونالډ ټرمپ سره په کابل کې په خپل کور کې.
سید اسدالله پویا د خپل یونیم کلن زوي کوچني ډونالډ ټرمپ سره په کابل کې په خپل کور کې.

سید اسدالله پویا، چې پر خپل زوی باندې یې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نوم ایښی، امریکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې وویل د دې لپاره، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا یوبریالی جمهور رئیس دی، چې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې ښه لاس ته راوړنې لري نو ده پریکړه وکړه، چې پر خپل زوی هم د هغه نوم کیږدي.

ښاغلي پویا وویل " د ډونالډ ټرمپ د نوم د ایښودلو انګیزه دا وه، چې وړاندې ما د هغه کتابونه، د بریالیوب راز، څنګه شتمن شو، څنګه مونږ غواړو چې تاسو شتمن شئ، دا کتابونه تقربیآ ټول یې د بریالیوتوبونو رازونه لري او بله دا چې د هغو ښو تیروکارنامو له امله چې هغه لرلي، پریکړه مې وکړه، چې پر خپل ماشوم د ډونالډ ټرمپ نوم کیږدم".

اسدالله پویا، دا ومنله چې د نوم د ایښودلو پریکړې یې په ټولنه کې منفي غبرګونونه راپارولي، حتی چې په خپله کورنۍ کې یې هم د افغان ټرمپ د نیکه او د هغه د نیا سره پر اړیکو اغیزه کړې ده.

ښاغلي پویا وویل، دې پریکړې له امله د خپل پلار او مور سره د اړیکو د سړیدو سربیره د ده خپلوانو هم ورڅخه فاصله اخیستې ده.

هغه وویل، په دولتي ادارو کې هم د خپل ماشوم د نوم د ثبتولو پر وخت د افغان مامورینو چلند ورسره ښه نه وو.

هغه وویل " مامورینو ویل په افغانستان کې بل نوم نه وو، چې د خپل ماشوم نوم دې ډونالډ ټرمپ کیښود".

خو د افغان ټرمپ پلار د دې سره سره چې نه غواړي د خپل زوی نوم بدل کړي، خو په دې اړه اندیښنې لري.

ښاغلی پویا وایي، پر زوی یې د ډونالډ ټرمپ نوم د خپلې ښخې سره په مشوره ایښی دی.

د افغان ټرمپ پلار، د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څخه غواړي، چې په افغانستان کې دې د امنیت په ټینګیدو او د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

ښاغلي پویا وویل " کومه شخصي غوښتنه چې لرم یې د خپلې کورنۍ ( د کوچني ټرمپ) سره یو ځای د امریکا د جمهور رئیس ډونالډټرمپ سره یو ځل وګورو".

سید اسدالله پویا دا انګیرنې، چې ګوندې دې په دی توګه غواړي امریکا ته پناه یوسي ردې کړې او ویې ویل چې پر زوی یې د ډونالډ ټرمپ نوم د ایښودلو انګیزه یوازې پر ده د هغه شخصیت اغیز وه.

افغان ټرمپ اوس یو نیم کلن دی او پلار یې هیله لري، چې زوی هم د امریکا د جمهور رئیس په څیر په ژوند کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي.

سید اسدالله پویا، چې د دایکونډي ولایت اوسیدونکی دی، د ډونالډ ټرمپ تر څنګ دوه نور ماشومان هم لري.

XS
SM
MD
LG