افغانې فعالانې اروپايي اتحادیې ته: له طالبانو سره خبرې مه کوئ

د افغان فعالو ښځو د همغږۍ ټولنې د اروپايي اتحادیې مشرانو ته په یو پرانیستي لیک کې له هغوی څخه غوښتي دي چې خپل هغه پلان لغوه کړي چې غواړي له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

په دغه پرانیستي لیک کې چې د پنجشنبې په ورځ (اپریل ۲۳مه) خپور شوی، د اروپايي اتحادیې له مشرانو غوښتتنه شوې چې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د طالبانو له چارواکو سره له پلان شویو خبرو څخه تیر شي.

په لیک کې د اروپا د پارلمان رئیس روبرټا متسولا، د اروپايي اتحادیې د کمیسیون رئیسې اورسولا فن ډرلاین او نورو مشرانو ته په خطاب کې ویل شوي چې د طالبانو له چارواکو سره «تخنیکي خبرې اترې» یو بې طرفه اداري کار نه بلکې یو «قصدي سیاسي ګام» دی، او خبرداری یې ورکړی چې له طالبانو سره دا ډول تعامل داسې یو رژیم ته د مشروعیت ورکولو خطر لري چې ښځې یې په سیستماتیک ډول له ټولنیز ژوندانه څخه لیرې کړي او دا کار له افغان ښځو سره خیانت ګڼل کیږي.

د افغانو فعالو ښځو د همغږئ ټولنې مشرې پتوني تایشمن د امریکا غږ افغان څانګې ته وویل: «هیله لرو چې اروپايي اتحادیه زموږ غږ واوري او دا غونډه هیڅ ونشي. ځکه چې دا کار د اروپايي اتحادیې له لورې د طالبانو په رسمیت پېژندلو او هغوی ته د مشروعیت ورکولو ته لار هواوري. او موږ په بشپړ ډول ددې خبرې په خلاف یو.»

د افغان فعالو ښځو د همغږۍ ټولنې وروسته له هغه دا پرانیستی لیک خپور کړ چې اروپايي اتحادیې وویل، د طالبانو له چارواکو سره په بروکسل کې د خبرو اترو پلان لري، چې افغانستان ته د هغو افغانانو د بیرته استولو لپاره لاره هواره کړي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

د افغان فعالو ښځو د همغږۍ ټولنې لیکلي، طالبانو په ۲۰۲۱ کې د بیاواکمن کېدو راهیسې، ښځې له زده کړو او کار څخه منع کړي، او له عامه ژوندانه څخه لیرې کړل شوي، چې دا کار «جنسیتي اپارتایډ» ګڼل کیږي.

په دې لیک کې راغلي چې «د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د طالبانو سره تعامل یو خطرناک پیغام لري او هغه دا چې کیدی شي د کډوالۍ د کنترول لپاره په بشري حقونو باندې معامله وشي، له افغان مېرمنو سره شوې ژمنې هیرې شي او له ظلم کوونکو سره د هغوی د ظلم په اړه خبرې وشي.»

دغه فعالانې خبرداری ورکوي چې د کډوالو د ایستلو په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې قانوني او اخلاقي اندیښنې راپورته کوي، او دا چې افغانستان ته د هغوی ستنول خوندي ندي، او دا کار کډوال د ظلم او د هغوی د حقونو د پامالېدو سره مخامخ کوي.

فعالان خبرداری ورکوي چې د داسې خبرو اترو ترسره کېدل کولی شي د بشري حقونو نړیوال معیارونه زیانمن کړي او دا پیغام واستوي چې د خطر سره مخامخ خلکو د ساتنې لپاره د اروپايي اتحادیې ژمنې مشروطې دي.

په لیک کې له اروپايي اتحادیې څخه غوښتنه شوې چې سمدلاسه خبرې اترې لغوه کړي، د افغان میرمنو سره خپلې ژمنې وساتي، او د پالیسیو په مسایلو او پریکړه کولو کې په مستقیمه توګه له افغان میرمنو سره مشوره وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان هم د اروپايي اتحادیې پر دې پریکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا اتحادیه باید د کډوالو په ستنولو کې د همکارۍ په بدل کې طالبانو ته مشروعیت ورنکړي. د بشري حقونو دې سازمان ویلي دي چې افغانستان ته د خلکو ستنول د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

له دې وړاندې، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، له اروپا څخه د افغان کډوالو افغانستان ته د ستنولو په وړاندې خبرداری ورکړی و او دا کار یې د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو خلاف بللی و.