سویډن او اروپايي اتحادیه وايي چې له طالبانو سره د خبرو اترو پلان لري، څو افغانستان ته د هغو کسانو د بیرته استولو لپاره لاره هواره کړي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. خو دا اقدام د سیاسي مخالفینو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
د سویډن د کډوالۍ وزیر، جان فورسیل ویلي چې حکومت یې په اروپايي اتحادیه کې د دې موضوع لپاره “فعاله هڅه” کړې ده. نوموړي د سې شنبې په ورځ د اپریل ۲۱مه رسنیو ته وویل چې هغه کسان چې په سویډن کې په جرمونو محکوم شوي یا د هېواد امنیت ته ګواښ بلل کېږي، د ایستلو موضوع یې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
د هغه په وینا، اروپایي کمیسیون له سویډن څخه غوښتي چې له دې ادارې سره یوځای د طالبانو سره په خبرو کې ګډون وکړي.
فورسیل ټینګار وکړ چې دا خبرې “تخنیکي” دي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري. هغه وویل: “دا سیاسي خبرې نه دي، بلکې د عملي مسایلو په اړه دي، څو د هغو کسانو ایستل ممکن شي چې زیاتره وخت خطرناک وي.”
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ورته د کډوالو ایستل تر ټولو ستونزمن دي، ځکه چې د منلو لپاره رسمي میکانیزم نه شته. د سویډن د کډوالو د وزیر په خبره، دا یوه “لویه ستونزه” ده چې ځینې کسان، سره له دې چې د ایستلو حکم پرې شوی، بیا هم په سویډن او نورو اروپايي هېوادونو کې پاتې دي.
خو د دې پلان پر وړاندې سخت غبرګونونه هم ښودل شوي دي.
د زرغون ګوند استازې، انیکا هیرونون دا اقدام “له افراطي ډلې سره تړون” بللی او ویلي یې دي چې دا د سویډن مېشتو افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې “خیانت” دی.
هغې زیاته کړه چې طالبان د ښځو او نجونو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او له داسې ډلې سره هر ډول همکاري د ارزښتونو خلاف ده.
همداراز، د مرکزي ګوند استازي، نیلز پارپ پیترسن هم دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا “نامعقوله” ده چې مرستندویه بودیجه د داسې رژیم د تمویل لپاره وکارول شي.
هغه ټینګار کړی چې دا پیسې باید د اړمنو خلکو لپاره ولګول شي، نه د هغو کسانو لپاره چې پر خپل ولس ظلم کوي.
اروپايي هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې د هغو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ چټکه کړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، خو په افغانستان کې د سیاسي وضعیت له امله دا کار له جدي خنډونو سره مخ دی.
فورم \ دبحث خونه