افغانستان د اسیا د ځوانانو کرکټ جام سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

د افغان ابدالیانو د لوبغاړو نومونه اعلان شو

د افغانستان د کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ (اکتوبر دویمه) د اسیا د ځوانانو د کرکټ جام سیالیو ته د «افغان ابدالیان» لوبډله اعلان کړه.

د دغه پنځلس کسیزې لوبډلې مشر اکرام علي خېل دی. اکرام علي خېل د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی دی.

د ده ترڅنګ، اعجاز احمدزی، دروېش رسولي، بهیر شاه محبوب، اسحق رحیمي، الله محمد غضنفر، ، بلال سمیع، قیس احمد او نوید ځدران د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نور لوبغاړي دي،چې په دغې لوبډلې کې شامل دي.

د ځوانانو د اسیا جام سیالۍ بله میاشت پیل کېږي.

افغانستان د دغو سیالیو په ب ګروپ کې دی چې له سري لانکا، بنګله دېش او هانک کانګ سره مخامخ دی.

د افغان ابدالیانو لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۹، دویمه یې په ۲۱مه او درېيمه یې په ۲۳مه نېټه ده.

دا سیالۍ په قطر کې کېږي، چې هند، پاکستان، نیپال او متحده عربي امارات هم په کې دي.