افغانستان له هند څخه بل نړیوال میدان غواړي

افغانستان له هند څخه غوښتي چې په کرکټ کې ورسره مرستې وکړې

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د هند د کرکټ بورډ او آی پي ال له چارواکو سره لیدلي او د مرستو او همکاریو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې اجرایي مشر اسدالله خان د هند "د کرکټ له اجراييه رييس راهول جوهري او د کرکټ د عملياتي برخې عمومي مدير سبا کريم سره ناسته وکړه او له هغوی سره يې د افغانستان کرکټ د پرمختګ په اړه خپل وړاندېزونه شريک کړل."

افغانستان له هند څخه غوښتي دي چې د دغه هېواد د لکهنو په ښار کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی ورکړي او په هند کې د افغانستان د کرکټ د غوره ليګ د سیالیو په برابرولو کې دې هم ورسره مرسته او همکاري وکړي.

په اعلامیه کې د اسدلله خان له خولې لیکل شوي "د امکان په صورت کې که کله هم د هندوستان کرکټ بورډ د دغه هېواد د ملي لوبډلې لپاره له بهرنیو لوبډلو سره لوبې چمتو کوي نو د همکارۍ له مخې دې افغان ملي لوبډلې ته هم ورسره د لوبې زمینه برابره کړي او دغه راز که د هندوستان الف، ایمرجنګ او له نوولس کلنو کم عمره لوبډلو سره په ورته کټګوریو کې د لوبې کولو او لوبلړیو زمینه برابره شي."

لا معلومه نه ده چې د هند کرکټ بورډ افغان کرکټ بورډ ته کوم مثبت یا منفي ځواب ورکړی کنه؟

افغان پلاوي چې د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشر دولت خان احمدزی او د بورډ سلاکار تاج ملوک علم هم په کې وو، د آی پي ال تجارتي سیالیو له مشر راجېو شکلا سره هم لیدلي دي او له هغوې یې غوښتي چې په دغه لیګ کې نورو افغان لوبغاړو ته هم د لوبو چانس ورکړي.

دا مهال محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن په دغه لیګ کې لوبیږي او ځلیدلي دي، آی پي ال د کرکټ یو تر ټولو مشهور تجارتي لیګ بلل کیږي.

اعلامیه وايي چې ښاغلي شکلا د افغانستان کرکټ بورډ سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه. افغانستان دا مهال د هند په دهرادون او د نوي ډيلي په ګریټر نویدا کې د کرکټ میدانونه لري او خپلې نړیوالې لوبې په کې کوي.