د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کرکټ لوبډلې روزنکی له دندې استعفا کوي


د ملی لوبډلې روزنکی فل سیمونز
د ملی لوبډلې روزنکی فل سیمونز

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکی فل سیمونز وايي چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه وروسته د ملي لوبډلې روزنه پریږدي.

ښاغلي سیمونز د کریک انفو سره په مرکه کې ویلي چې هدف یې نړیوال جام ته د افغان لوبډلې رسول وو، او له نړیوال جام وروسته نه غواړي چې کار ته دوام ورکړي.

سیمونز د ۲۰۱۷ کال په ډیسمبر کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د روزنې مسولیت په غاړه واخیست.

فل سیمونز اوس ۵۶ کلن دی چې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې کې د آلرونډر په توګه له کال ۱۹۸۷ څخه ۱۹۹۹ پورې لوبیدلی دی.

ښاغلی سیمونز وايي "ما کرکټ بورډ ته په دې هکله خبر ورکړی دی، زه نه غواړم قرارداد مې نوی کړم ".

د سیمونز په روزنې افغان کرکټ ملي لوبډلې تیر کال د غوراوۍ په سیالیو کې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول چې نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

همدا شان تیر کال په هند کې افغان لوبډلې وکولای شول ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره خپله لومړۍ ټست لوبه هم ثبت کړي.

ښاغلی سیمونز وايي "ما د ۱۸ میاشتو لپاره د ملي لوبډلې د روزنې مسولیت په غاړه اخیستی وو، زه فکر کوم ما ډیر کار وکړ، اوس ددې وخت دی چې بل کار وکړم، کله چې زه افغان کرکټ بورډ په دنده وګمارلم هدف دا وو چې نړیوال کپ ته لوبډله ورسیږي ".

د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکی
د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکی

د افغان کرکټ لوبډلې روزنکی په داسې وخت کې له دندې استعفا کوي چې په دې وروستیو کې د ملي لوبډلې کپټان هم بدل شوی دی.

ښاغلي سیمونز وايي چې د کپټان په بدلولو کې ورڅخه هیڅ پوښتنه نه ده شوې او هیڅ دلیل هم ورته ویل شوی نه دی چې ولې کپټان بدل کړی دی.

د افغان کرکټ لوبډلې روزنکی فل سیمونز په داسې وخت کې له ملي لوبډلې سره مخه ښه اعلان کړه چې ټاکل شوې یولس ورځې وروسته افغان کرکټ لوبډله په نړیوال جام کې خپل لومړۍ لوبه له استرالیا سره وکړي.

سږکال نړیوال جام داسې ترتیب شوی چې ټولې لوبډلې یو له بل سره لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG