افغانستان د وژل شویو په ویر دوه ورځې ماتم کوي

ارګ وايي د هېواد په جوماتونو کې به د دوعا مراسم هم ادا کیږي

افغان حکومت وايي په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو افغانانو او د متحده عربو اماراتو د پنځو ډیپلوماتانو په ویر دوه ورځې ملي ماتم کوي.

تېره اونۍ په یوه ورځ په کابل، هلمند او کندهار کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې وشوې چې شاوخوا ۳۵ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

د کندهار په برید کې د ولایت د مرستیال او د متحدو عربو اماراتو د پنځو ډيپلوماتانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول.

د ارګ یوه اعلامیه وايي په افغانستان کې به دوشنبه او سه شنبه ( جنورۍ ۱۵-۱۶) به ملي ویر، د افغانستان بیرغ هم نیم ځوړند وي او د هېواد په ټولو جوماتونو کې به د دعا مراسم ادا شي.

پر دې سربېره افغان حکومت وايي کندهار په برید کې د متحدو عربو اماراتو د پنځو وژل شویو ډیپلوماتانو د یاد څلی هم جوړوي.

افغان حکومت وايي دا برید طالبانو کړی دی، خو طالبان یې نه مني.