کرکټ؛ افغانستان د ګربز د ۱۰۰ منډو په مرسته بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ لوبه

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ نن دوشنبه فبرورۍ ۲۸ (سلواغه نهمه) پای ته ورسېده.

افغانستان په وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه، خو بنګله دېش د دغو دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګتله.

افغانستان لومړۍ دوې لوبې بایللې وې. په درېیمه لوبه کې بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته د منډو کولو پرېکړه وکړه خو افغان توپ اچوونکو د لوی هدف ټاکلو ته پرېنښودل.

د بنګله دېش ټول لوبغاړي په ۴۷م اور کې په ۱۹۲ منډو وسوځېدل خو افغانستان دا هدف په یو څلوېښتم اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز سلیزه (۱۰۰ منډې) وکړه. دا په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې د هغه درېیمه سلیزه وه. د همدغې سلیزې له برکته افغانستان دا لوبه په اسانه وګټله.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان تر ټولو ډېر درې مخالف لوبغاړي وسوځول. محمد نبي دوه، فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي یو-یو مخالف لوبغاړي وسوځول. د بنګله دېش درې نور لوبغاړي په منډو کې اوټ شول.

دا لوبې د ۲۰۲۳ د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو ته د مستقیم ورتګ لپاره کېږي چې په هر بري سره لس نومرې ورکول کیږي. افغانستان دا ډول شاوخوا ۲۴ لوبې لري چې دا یې نهمه وه.

افغانستان په نهو لوبو کې یې اووه ګټلې او دوې بایللې دي، په پاتې لوبو کې چې اووه نورې وګټي، ښايي د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته به مستقیم ولاړ شي.

افغانستان له بنګله دېش سره دوې شل اوریزې لوبې هم لري چې د مارچ د میاشتې په درېیمه او پنځمه (را روانه پنجشنبه او شنبه) نېټه دي.