د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: څلور افغان لوبغاړي آی پي ال ته واخیستل شول 


دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان
دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان

د هند د کرکټ لوی تجارتي لیګ (آی پي ال) سیالیو ته څلور افغان لوبغاړي واخیستل شول.

د دغو سیالیو د بولي (اوکشن) په لومړۍ ورځ د ګجرات ټایټن لوبډلې د افغانستان ځوان لوبغاړی نور احمد لکڼوال په ۳۰ لکو هندي روپیو واخیست.

لکڼوال د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړی دی چې دا اوس په نړیوال جام کې هم ولوبېده.

افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال
افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال

نن یکشنبه د فبروري ۱۳ (سلواغه۲۴) د بولي په وروستۍ او اخري ورځ کې دوه نور افغان لوبغاړي فضل حق فاروقي او محمد نبي هم واخیستل شول.

د سنرایزر حیدراباد لوبډلې فضل حق فاروقي په ۵۰ لکو هندي روپیو واخیست. فاروقي د افغانستان لومړی تېز توپ اچوونکی دی چې په دغه لیګ کې اخیستل کېږي. دی او لکڼوال په لومړي ځل آی پي ال سیالیو ته اخیستل شوي.

د کولکلتې نايټ رایډرز لوبډلې بیا د افغانستان تر ټولو مجرب لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل په ۱۰۰لکه هندي روپیو واخیست.

محمد نبي په تېرو څو کلونو کې د سنرایزر حیدراباد له لوبډلې سره لوبېده.

افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي
افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي

د افغانستان بل وتلی ستوری راشد خان هم د ګجرات ټایټن لوبډلې سره لوبېږي، هغه تر بولي مخکې له دغې لوبډلې سره توافق کړی و او بولي‌ته یې نوم وړاندې نشو.

د افغانستان شاوخوا ۱۷ لوبغاړو نومونه د د دغو سیالیو ته استول شوي وو. آی پي ال د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو لوی تجارتي لیګ بلل کېږي. سږکال د شاوخوا ۲۲۰ بهرنیو لوبغاړو او ۳۷۰ هندي لوبغاړو نومونه د دغه لیګ بولي ته استول شوي وو.

په دغه لیګ کې ټولټال لس ټیمونه لوبېږي او هر کال یو ځل کېږي.

XS
SM
MD
LG