افغانستان له زمبابوې څخه دویمه شل اوریزه لوبه هم وګټله

افغانستان له زمبابوې څخه لومړۍ شل اوریزه لوبه وړمه ورځ وګټله

د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې د کرکټ له ملي لوبډلې څخه د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله.

د دغې لړۍ دویمه لوبه نن د جمعې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) په ابوظهبۍ کې وه. افغانستان د پچې له ګټلو وروسته منډې کول پیل کړل او زمبابوې ته یې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.

کریم جنت پنځوسیزه وکړه او عثمان غني ۴۹ او محمد نبي ۴۰ منډې وکړې.

د زمبابوې ټوله لوبډله په ۱۴۸ منډو وسوځېدله او افغانستان لوبه وګټله.

راشد خان درې، نوین الحق او محمد نبي دوه-دوه، حمزه هوتک، فرید ملک او کریم جنت د زمبابوې یو- یو لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو.

افغانستان له زمبابوې سره د شلو اورونو درې لوبې پلان کړې وې چې اوله لوبه یې وړمه ورځ وګټله او درېیمه یې سبا ده.