د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شوه


د افغانستان او زمبابوې د کرکټ لوبډلو د شل اوریزو لوبو لړۍ نن په اماراتو کې پيل کړه.

په پام کې ده چې دواړه لوبډلې د افغانستان په کوربتوب درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د نننۍ لوبې ټاس زمبابوې لوبډلې ګټلی او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې ده.

د کرکټ بورډ د رسینو برخې مشر حکمت حسن نن چهارشنبه مارچ ۱۷ (کب ۲۷) په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "لوبغاړو د شل اوریزو لوبو لپاره چمتوالی نیولی او په پام کې ده چې لومړۍ لوبه نن، دویمه د مارچ په ۱۹ او درېمه په ۲۰ ترسره شي."

افغان لوبډله تر ډېره په شل اوریزو لوبو کې ښه ځلېدلې ده.

د افغانستان دوه ورو توپ اچوونکي راشد خان او مجیب الرحمن د کرکټ نړیوالې شورا د بالرانو په نوملړ کې د نړۍ په کچه لومړی او دریم مقام لري.

همدا شان د دغې درجه بندۍ په الرونډرانو لیست کې محمد نبي هم لومړی ځای لري.

په روانې میاشتې کې دواړو لوبډلو دوه ټسټ لوبې هم کړي چې لومړۍ یې زمبابوې او دویمه یې افغانستان د ښې پایلې سره وګټله.

په دویمې لوبې کې د افغانستان تکړه توپ وهوونکي حشمت الله شهیدي د افغانستان په کچه ریکارډ هم جوړ کړ.

شهیدي لومړی افغان لوبغاړی شو چې په تسټ لوبې کې غبرګې سلیزې وکړې.

XS
SM
MD
LG