منگل: کوم لوبغاړي چې ځلیږي د کرکټ ملي ټیم ته به راځي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د انتخاب د کمیټې مشر او د ملي ټیمپخوانی کپتان نوروز منگل وايي چې ټیم کې تغیرات هغه وخت پکار وي چې کله د ټیم کارکردگي ښه نه وي. د افغانستان د کرکټ اوسنی ملي ټیم په هر ډگر کې ځلیدلی دی. اسیا جام کې ېې بهترینه لوبه کړې او دا به درسته نه وي چې پرته له ضرورته پکې بدلون راشي.

د امریکا غږ اشنا راډیو سره ځانگړې مرکه کې ښاغلي نوروز منگل وویل چې هغه لوبغاړي چې تر دې دمه ملي ټیم کې ښه ځلیږي او د یو بل سره ېې ترکیب سم روان دی ،هم هغوي به راتلونکو لوبو کې لوبیږي. یوازینۍ تغیر به د لوبو د محیط او مقابل ټیم په اساس کیږي.

هغه وویل چې د افغانستان پریمیر لیگ کې یو شمیر ځوان لوبغاړو خپله وړتیا وښودله او دوي به راتلونکې کې د هغوي د استعداد نه پوره گټه اخلي او د الف او ایمرجنگ سیالیو کې به لوبیږي. د تیز توپ اچونکو په اړه هغه وویل چې سید شیرزاد نوین الحق او ضیاالرحن شریفي د افغانستان راتلونکي ستوري دي. توپ وهنه کې حضرت ځاځی، درویش رسولی. شاهد کمال او رحمن الله گربز ښه اینده لري. د قیس او وقار غوندې ښه سپین بالران هم راغلي.

هغه وویل چې د دومره تکړه او ځوان لوبغاړو په شتون کې ورته د انتخاب کار سخت شویدی. خو بیا هم هغه لوبغاړي که هغه مشران وي اوکه ځوانان ،چې په میدان کې ښه ځلیږي، فرصت به هم هغو ته ورکول کیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان دکرکټ د ملي ټیم د انتخاب د کمیټې مشر نوروز منگل سره مرکه