افغانستان په یوه بیسارې لوبه کې زمبابوی ته ماتې ورکړه

افغانستان له زمبابوی سره څلور نورې یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې یو ځل بیا وکړای شول په یوه بیسارې او تاریخي لوبه کې د زمبابوی د کرکت ملي ټیم ته ماتې ورکړي.

د افغانستان د کرکت د ملي ټیم کیپتان اصغر ستانکزي په پیل کې د پچې له گټلو وروسته د بیټنگ هوډ وکړ.

افغانستان د بیټنگ په برخه کې دومره ښه لوبه ونه کړه یواځې نورعلي ځدران وکړای شول ۶۳ منډې جوړې کړي. خو محمد نبي عیسی خیل ۱۷، نجیب الله ځدران ۱۶ او د ټیم پاتې غړو له لسو څخه په لږو منډو له میدان ووتل.

د افغانستان ملي لوبډلې په ۳۸.۵ اوورونو کې یواځې ۱۳۱ منډې وکړې او مقابل لورې ته یې د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه.

گمان کیده چې د افغانستان ملي ټیم به لومړنۍ لوبه زمبابوی ته وبایلي خو افغان لوبغاړو په بشپړه توگه د لوبې نتیجه بدله کړه.

د افغانستان له لورې امیر حمزه ، څلور، محمد نبي عیسی خیل درې او میرویس اشرف د زمبابوی دوه لوبغاړي له میدان څخه حذف کړل.

افغان لوبغاړو وکړای شول په دیرش اعشاریه پنځه اوورونو کې د زمبابوی د ټیم ټول لوبغاړي له میدان نه وباسي او د ۴٩ منډو په توپیر په شور او زوږ سره له میدان نه ووتل.

د افغغانستان د ټیم تکړه لوبغاړي امیر حمزه په دې خاطر چې د زمبابوی څلور لوبغاړي یې سوزولي وو د میدان د ټکړه لوبغاړي په توگه وپیژندل شو او ٢٠٠٠ ډالر جایزه ورکړل شوه.

زمبابوی د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې د کرکت د نړیوال انجمن بشپړه غړیتوب لري خو افغانستان د دوهمې درجې ټیمونو څخه دی.

ټاکل شوې چې افغانستان د زمبابوی سره څلور نور پنځوس اووریزه سیالۍ وکړي چې د دسمبر په ٢٩ او د راتلونکې کال د جنورۍ په ۲، ۴ او ۶ به ترسره شي.