فیسبوک څوارلس کلن شو

د امریکا د هارورډ پوهنتون ۱۹ کلن زده کوونکي څوارلس کاله مخکې د ټولنیزو رسنیو په برخه کې د یو "انقلاب" بنسټ کېښود

څوارلس کاله مخکې په همدې ورځ د فیسبوک ټولنیزې شبکې کار پیل کړ، اوس یوازې په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه خلک فیسبوک کاروي.

د امریکا د هارورډ پوهنتون ۱۹ کلن زده کوونکي مارک زاکربرګ څوارلس کاله مخکې په همدې ورځ په نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو په برخه کې د یو "انقلاب"بنسټ کېښود.

زاکر برګ وايي دا څوارلس کاله د سترګو په رپ کې تېر شول او لا هم ډېر کارونه یې په مخکې پراته دي. هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي "موږ لا هم په دې کار کوو چې نړۍ څنګه سره نوره هم نژدې او ونښلو. اوس یې وخت رسېدلی چې فکر وکړو تر دې یې لا څنګه ښه کولی شو."

دی وايي کله چې یې فیسبوک پیل کړ، د یو ستر شرکت د جوړولو او چلولو فکر یې په ذهن کې نه و او اوس یې ډېر خلک پوښتي چې له دغه کار څخه یې څه زده او څه ترلاسه کړل؟

زاکربرګ لیکلي دي چې د فیسبوک د شرکت د چلولو په څوارلسو کلونو کې یې ډېرې لوړې ژورې ولیدلې، ډېرې تېروتنې یې وکړې، ډېرې نوې زده کړې یې وکړې، خو "زموږ ټولنه-شرکت- چې لا هم فعاله او موجوده ده،‌ علت یې دا نه دی چې موږ د ستونزو د مخنیوي هڅه کړې ده، بلکې علت یې دا دی چې موږ تل د لویو ننګونو- ستونزو- د حل کولو او بدلون د راوستلو لپاره هلې ځلې روانې ساتلې دي."

نوموړی وايي لا به هڅه وکړي چې مثبت تغیرات راولي او دا چې په نړۍ کې" له خپلو کورنیو او ملګرو سره نژدیوالی" تر ټولو مهم دی.

د رسمي شمېرو له مخې په نړۍ کې نږدې دوه میلیارده خلک فیسبوک کاروي چې شاوخوا څلور میلیونه یې یوازې په افغانستان کې دي.

د امریکا غږ پښتو فیسبوک څه باندې ۳.۷ میلیونه لیدونکي، لوستونکي او مینوال لري چې دا مهال د افغانستان د رسنیو د فیسبوک په مجازې نړۍ کې لومړی مقام لري او ورپسې بي بي سي، طلوع نیوز او د آزادۍ راډیو دي.