د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د اړمنو لاسنیوی


Facebook
Facebook

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سوشیل میډیا یا ټولنیزو رسنیو کاروونکي د بل هر وخت په پرتله زیات شوي دي، چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د شمېرو له مخې دا مهال ۱.۲ میلیونه افغانان له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي.

که څه هم په افغانستان کې پر ځینو خلکو نیوکه کیږي چې له ټولنیزو رسنیو مخصوصا فسبوک نه سمه ګټه نه اخلي، خو یو شمېر داسې کسان هم شته چې له دې لارې څخه په ګټې اخیستنې له نورو خلکو سره مادي او معنوي مرستې کوي.

شپږویشت کلن رضوان الله شپون هغه ځوان دی چې په ټولنیزو رسنیو کې د خیر ښیګڼې کارونه کوي او د خلکو ستونزو ته د حل لارې چارې لټوي.

رضوان الله شپون په فیسبوک د خپلو کارونو په اړه امریکا غږ ته وویل "داسې وي چې د چا وینې ته ضرورت وي، داسې ماشومان چې د تلاسیمیا ناروغي لري او وینې ته ضرورت لري د هغوې لپاره پوست کوو او یا هم کوم ماشوم ورک شوی وي یا د چا اسناد چرته پاتې شوي وي په دې باره کې موږ ته ملګري مسج کوي چې پوست یې کړو، دا کار مرسته کوي چې د هغوی ستونزې هوارې شي".

رضوان الله شپون په فسبوک کې څه باندې دوه زره ملګري او دولس زره څارونکي یا فالورز کسان لري، هغه وایي له خپلو ملګرو سره پهفیسبوک کې یو ګروپ هم لري،چې د همدې خیر ښیګڼې کارونو لپاره یې جوړ کړی دی.

د هغه پر وینا، په ټولنیزو رسنیو کې د خیر ښیګڼې د کارونو مثبتې پایلې یې لیدلې دي او تر دې دمه یې له ډیرو خلکو سره له همدې لارې مرستې کړې دي.

هغه په دوام کې وویل"مثالونه یې ډیر دي د فسبوک له لارې زموږ یو ملګری دی د هغه لور تلاسیمیا ده او هر میاشت وینې ته اړتیا لري موږ ورته د فسبوک له لارې کمپاین کوو او همدارنګه یو استاد د فرید نوري په نو م چې ګردو یې کار پریښی وه موږ ورته د فسبوک له لارې کمپاین وکړ او یو بانکي حساب مو ورته جوړ کړ بیا د هغه لپاره پنځه یا شپږ زره ډالر ټول شول او دی پیښور ته لاړ".

فرید نوري چې څه موده مخکې ورته د پښتورګو ناروغي پیدا شوې وه وایي، د خپلې ناروغۍ په اړه یې رضوان الله شپون ته خبر ورکړ، چې د ټولنیزو رسنیو په برکت دوستانو او د نړې له ګوټ ګوټ نه خواخوږو انسانانو ورسره مالي مرسته وکړه او هغه یې د مرګ څخه وژغوره.

هغه خپله کیسه داسې بیان کړه "سه موده مخکې راته د پښتورګو ناروغي پیدا شوه او دوستانو مې د همدې ټولنیزو شبکو له لارې زما لپاره کمپاین پیل کړ زما دوستانو او په نړۍ کې هر خواخوږي کس ماسره هر ډول مرسته وکړه، زه په همدغو مرستو پاکستان ته لاړم او خپله درملنه مې وکړه اوس په فضل د خدای نسبتاً ښه یم".

خو یو شمیر نور افغانان بیا له ټولنیزو رسنیو څخه د نړۍ د حالاتو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه کار اخلي.

حیا د کابل ښار بله اوسیدونکې ده، چې فیسبوک کاروي. هغې امریکا غږ ته وویل "په دنیا کې چې څه اپډیټ او نوي خبرونه وي موږ کولای شو د ټولنیزو شبکو له لارې ترې خبر شو".

خو که له یوې خواه له ټولنیزو رسنیو څخه له خلکو سره د مرستې او تازه معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره کار اخیستل کیږي، له بلې خوا ځینې خلک له دغې لارې ناوړه ګټه هم پورته کوي.

د ټولنیزو رسنیو هغه کارونکي چې له دغو رسنیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي په اکثره مواردو کې نجونې زوروي او یا هم لوړ پوړو دولتي چارواکو، مخورو او عامو خلکو ته سپکاوی کوي.

د همدې لپاره د افغانستان د مخابراتو وزارت د یو قانو ن د مسودې په ترتیبولو کار پیل کړی چې له مخې یې د انټرنټي جرمونو مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG